ناټو سازمان یو وار بیا چین ته خبرداری ورکړی، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په روانه جګړه کې د مسکو له ملاتړ لاس واخلي.
د یاد سازمان د عمومي منشي مرستیال «میرچا جیوانا» خبرداری ورکړی چې له مسکو سره مرستې به د ټولې نړۍ پر وړاندې د چین حیثت اغېزمن کړي.
هغه ویلي، تر اوسه یې له مسکو سره د بیجینګ د پوځي مرستو کومه نښه نه ده لېدلې؛ خو ویلي یې دي چې دوی په دې اړه له شویو بحثونو خبر دي.
تر دې وړاندې امریکا هم ویلي و چې که چین له روسیې سره پوځي مرسته وکړي، نو دوی به یې پر وړاندې توند غبرګون وښي.
د ناټو سازمان مرستیال یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس مهال اوکراین د روسیې پر وړاندې خپلو پسرلنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي.
که څه هم روسیې د اوکراین یو شمېر سیمې نیولې؛ خو د اوکراین ولسمشر ویلي چې د روسیې خلاف د پسرلنیو عملیاتو لپاره د دوی چمتو والی په بشپړېدو دی.