د سرپرست حکومت مشر هبت الله اخندازاده د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیسانو سره په لیدنه کې ویلي، د خپلو شخصي اړیکو پر اساس څوک پر دندو مه ګمارئ.
د ذبیح الله مجاهد پر ټویټرپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ا، ا مشر یادو رئیسانو ته ویلي، چې د هېواد اثار باید خوندي شي.
شېخ هبت الله اخندازاده دغه راز ویلي مسوولینو ته ویلي چې د شریعت په تطبیق کې د چا پروا ونه کړي او له خلکو سره له نرم چلند کار واخلي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو فرهنګ وزیر ملاخیر الله خیرخوا، د دغه ریاست اداري او مالي مرستیال او نشراتي مرستیال هم ګډون کړی وو.