ازمون ،او د خپل وخت انځوريزه شاعري


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صدیق الله بدر
  • 1352

له مانيز او ښكلاييز پلوه د الفاظو او كلماتو غوره كول او يو له بل سره اوډل يې يوه ترټولو سخته مرحله ده. دا ځكه، چې په ښكلې او سندريزه بڼه د يو مفهوم افاده كول، د يوه شاعر پر شعري او پوره ذهني قوت دلالت كوي. د اندروني كيفياتو د بيان لپاره د داسې الفاظو غوره كول او يو له بل سره اوډل، چې پر عاطفي بار سربېره انځوريز خوند او رنګ ولري، د پښتو د معاصرې شاعرۍ يوه هغه غوره ځانګړنه ده، چې زموږ د ننني ادبي بهير يو كم شمېر شاعران ورته توجه كوي. يو له دغو كم شمېر ځوانو شاعرانو څخه ښاغلى استاد لعل پاچا ازمون دى. ازمون تل هڅه كوي، چې خپل اندروني كيفيات په همدې بڼه انځور كړي: (( د لومړي شعر په ليكلو سره، ما داسې ګمان كاوه، چې ګوندې ما خپله يوه وركه مينه پيدا كړې او ليدلې ده او په زړه كې مې، چې كوم درد او كومه څړيكه وه، هغه رابهر شوه.))
ازمون هغه شاعر دى، چې پخپل هر يو بيت كې يو انځور او تمثيل وړاندې كوي او خپله تجربه او مشاهده زموږ ترمخه ږدي. د ازمون د شعرونو هر تورى او هره كليمه اوچت مانيز او انځوريز بار لري. همدغه كيفيت د دې سبب ګرځېدلى، چې د ده شعر د هر چا پام ځانته واړوي. يو ادبپوه دا ځانګړنه په دې ټكو كې افاده كړې ده: (( د ازمون د شعر توري د معنى په پلوشو ښكلي او د ادا او افادې په داسې تېزې خوشبويۍ لمانځل شوي، چې د شعر هربيت يې بيخي د رومان د ښاپيرو يوه جزيره ښكاري.))
پېژندنه
لعل پاچا ازمون د ښاغلي وطنخېل زوى په ۱۳۵۱ لمريز كې د ننګرهار ولايت، د شينوارو په هسكه مېنه كې زېږېدلى او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې په ننګرهار او خوشالخان لېسه كې پاى ته رسولې دي. لوړې زده كړې يې د كابل او ننګرهار پوهنتونونو د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګو كې په لوړه درجه بشپړې كړې او په همدې رشته كې يې د ماسترۍ دوره په ۱۳۸۷ لمريز كال په كابل كې تر سره كړې ده. اوس د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد دى.
ازمون لا کمکى زلمى و، چې توري او کليمات يې سره رانغاړل: (( زه ماشوم وم، پنځم او شپږم ټولګي کې وم، چې د ولسي سندرغاړو سندرې به مې اورېدې، لنډۍ به مې اورېدې او په همدې تکل کې وم، چې زه هم يو څه وليکم، ډېر مې زړه تخنېده، چې څه وليکم. په ١٣٦٠ لمريز کال کې و، چې ما قلم را واخيست او يو څه مې د شعر په نامه باندې وليکل.))
ازمون نه يوازې شاعر بلکې يو ښه، تکړه او هڅاند ليکوال او ژورنالست هم دى، تر اوسه د هغه ګڼ کتابونه چاپ او خپاره شوي دي.
پرهرونه دي چې خاندي، پر سندرو يو مين سندرې وايو او درنه بې خوبه نه شي د ازمون چاپ شوي شعري ټولګې دي.
د ليکوالۍ او د كتابونو د تدوين په برخه کې د ښاغلي ازمون د قدر او ستاينې وړ کار، د ولسي ادبياتو ځلونه ده، د سيندغاړې ګلونه، قلم او قيام، سندريزې کيسې، د شګې ګل، نمجنې سترګې او څو نورې د ولسي شاعرانو د شعرونو مجموعې دي، چې د ازمون په زيار چاپ او خپرې شوې دي.
پګړۍ کې کم نه يې له کاکله ګله، کابل د وينو او لمبو په سيند کې، په څېله کې ګلابونه او پر للمه اوري بارانونه د ځوانو شاعرانو څلور هغه تذکرې دي، چې د هغه په زيار او راټولونه چاپ او د لوستونکو تر لاسونو وررسېدلې دي.
همدارنګه د ښاغلي ازمون يو شمېر څېړنيز کتابونه هم لکه: رښتينى خدمتګار، نيمګړى دېوان، ملاله او ميوند او د صديق الله رښتين د ژوند هېنداره په نومونو چاپ شوي دي.
ازمون دوه درې يونليکونه هم ليکلي دي، چې هغه هم د چاپ په ګاڼه پسولل شوي دي.
پر دې سربېره ازمون دولس ناچاپه اثار هم لري او ترڅنګ يې ١٥٠٠ رپوټونه هم لري، چې ډېرى يې له امريکا غږ راډيو نه خپاره شوي دي.
شاعري او ليكوالي
ازمون د خپلې ټولنې يو حساس شاعر دى او تر ډېره يې پخپلو شعرونو كې د خپلې ټولنې اوږده تراژيدي انځور كړې ده. دى د هغې زمانې په اړه غږېږي، چې موږ په كې اوسو او هر هغه درد وغم، چې پرې راځي له خپلو ټولو حواسو سره يې احساسوو. استاد اسدالله غضنفر د ده د شاعرۍ په اړه په همدې نظر دى او وړاندې وايي: (( د ده شاعري د حالاتو شاعري ده، دى د هغې زمانې په باره کې ډېرې خبرې لري، چې په کې اوسي. زما په خيال د يوه شاعر لپاره دا ډېره ښه خبره ده. هېڅ شى هم ابدي نه دى، هر څه د يو وخت لپاره دي، راتلونکې زمانې او راتلونکي نسلونه به د دې زمانې شعرونه په دې لولي، چې د دې زمانې انځورونه په کې وويني، د هغې زمانې چې موږ يې احساسوو خو راتلونکى نسل به يې نه احساسوي. د ازمون صاحب شعرونه په دې حساب د خپلې زمانې او خپلې ټولنې د هېندارې حيثت لري، ازمون صيب وايي:
ما په هغې ورځې د خپل وطن تقدير ته ژړل
چې هر سړي ترې ټولوله خپله ټوله لمن
دغه بيت زموږ د زمانې، زموږ د جنګ ځپلي هېواد، زموږ د جنګ ځپلې ټولنې، د نا امنې ټولنې، د ترخو تجربو يو ژور حقيقت دى.))
غضنفر د پورته بيت په بنسټ وړاندې زياتوي، چې د ازمون شاعري زموږ د دوران او زموږ د نسل تجربه ده: (( په دې بيت کې زه د معاصر دوران د اوسني وخت ځينې نورې ترخې تجربې هم وينم او احساسوم. کله، چې په يوه ټولنه کې، کله چې په يوه وطن کې او په يوه اجتماع کې داسې حال راشي، چې وګړي يې، خصوصا د کار خلک يې له اجتماعي مسايلو ځان راټولوي او په ځان کې غرقيږي او ګوښه ژوند ته ترجېح ورکوي، دا د خطر زنګ دى، دې حالت نه دا معنى اخلو، چې د کار خلک دې نتيجې ته رسېدلي دي، چې حالات مايوسه غوندې دي، نو بهتره ده، چې له اجتماع سره رابطه کمه کړو، چې له وطني چارو او اجتماعي چارو سره تعلق ونه ساتو.))
د غضنفر په وينا، موږ په خپل ژوند او په خپله زمانه کې، همدا تجربه څو څو ځله په پوره شدت سره احساس کړې ده، چې تر اوسه چا پخپلو شعرونو کې نه وه راوړې، چې تر اوسه چا په ادب کې نه وه منعکس کړې او يا لږ تر لږه ده نه وه لوستې؛ خو د ازمون په کتاب کې يې ولوسته.
د ازمون د شاعرۍ يوه بله غوره ځانګړنه د هغه زغرده بيان دى، غضنفر  د يوې بيلګې په راوړلو سره، د ازمون په شعر د همداسې بيان يادونه كوي او وايي: (( په افغانستان کې اوس دېموکراسي ده، له ډېرې اوږدې جګړې او د استبداد له ډېرو ترخو شېبو وروسته اوس حد اقل داسې يو فرصت شته، چې ځينې خبرې ښکاره وکړو، خو ټولې نه. په اوس وخت کې هم هغه خلک، چې ډېرې وينې يې تويې کړې دي، ممکن اوس هم جرئت ونه کړو، چې د هغوى نومونه واخلو، دا زموږ د ژوند يوه تجربه ده، دا زموږ د دېموکراسۍ هغه يو کمزورى اړخ دى، چې بايد اشاره ورته وكړو. ازمون صاحب دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:
راته معلوم دى، چې همدا دى د ګلونو قاتل 
خو د نامه د اخيستلو يې جرئت نه لرو
البته دا هم بايد ووايم، چې دغه موضوع يوازې له اوسني وخت سره تعلق نه لري، له پخواني ژوند سره يې هم تعلق شته، دا دېرش کاله موږ همداسې ژوند کړى دى، چې معمولاُ مو د خپلو قاتلانو د نومونو د اخيستو جرئت نه دى کړى.))
تقريبا د ازمون ټوله شاعري همدا ځانګړنې لري، خو د هغه وروستۍ مجموعه((درنه بې خوبه نه شي)) له همدې ځانګړنو او تجربو څخه ډك دى.
غضنفر، چې د ازمون دغه ټولګه او نور اثار لوستي دي، دې پايلې ته رسېدلى، چې دا د ازمون د ټولې شاعرۍ يو بېل او جوت اړخ دى.
پر دې سربېره، ازمون پخپلو شعرونو كې ځينې كلتوري مسايل هم رانغاړي. دى د هغو كلتورونو تجربې زموږ ترمخه ږدي، چې پخوا موجود وو، خو اوس نشته. غضنفر وايي، چې د كلتوري مسايلو رانغاړل د ازمون د شاعرۍ بېله غوره ځانګړنه ده: (( ازمون صاحب وايي:
سږ کال سپين غره سپينو واورو دى پوښلى
خو ترې کلي ته راماتې ويالې نشته
چې د واورو کجاوې کلي ته راوړي
ماما ګان پاس د پچير او زاوې نشته
زه د سپين غره په لمنو کې نه يم اوسېدلى، خو دا مې اورېدلي دي، چې په پخوا وختونو کې له پچير او زاوې نه به خلکو د سپين غره له لمنو واورې راوړلې او په تودو سيمو كې به يې خرڅولې، دا يو کلتور و، چې د جنګ په کلونو کې وار په وار هېر شو. البته دا خپل بېلابېل دلايل لري، يو علت خو يې دا دى، چې جنګ ډېر کارونه ختم کړل، منجمله همدا کار، بله خبره دا ده، چې په ټکنالوژۍ کې ډېر تغير  راغى، اوس فريزرونه، يخچالونه بېخي ډېر شوي دي، اوس معمولا د واورې کلچر او د واورو راوړلو کلچر هېر شوى غوندې دى. ازمون صاحب د همدې کلچر ختمېدو ته اشاره کوي، خو  دا يوازې يو واقعيت ته اشاره نه ده، يوازې داسې يو واقعيت ته اشاره نه ده، چې كه ازمون په خپل يو بيت کې ورته اشاره نه واى کړې، ښايي بل چا ورته اشاره نه واى کړې، چې البته دا هم د ازمون د دې بيتونو يو کمال دى.))
له مانيز پلوه، د ازمون د شعرونو محتوا له نورو سره مشتركه ده، هر شعر يې د افغان او افغانستان د درد هنداره ده. شاعر او ليكوال نور الحبيب نثار، همدا خبره كوي: (( کوم مصيب، چې په تېرو کلونو کې زموږ پر وطن او زموږ پر ولس راغلى دى، د هغې اغېز د ازمون په شعر کې ډېر جوت دى، چې خپل رنګ او خوند لري.))
راځئ، چې د ازمون همداسې يو شعر په ګډه ولولو او خوند ترې واخلو:
لاره ده پاتې لا تر داره کيسه خلاصه نه ده
څڼې دې غورځوه دلداره کيسه خلاصه نه ده
پوره مې نه کړه د بنګړيو د غزلو توري
مړوند دې وغځوه ياره کيسه خلاصه نه ده
راځه جانانه بس همدغه شېبه ده غنيمت
يو بل به لمانځو تر سهاره کيسه خلاصه نه ده
لا د شېريني په عشق پايي د لوى بلخ په غېږ کې
مومن دې وژني به ښاماره کيسه خلاصه نه ده
لږ خو مې ګوتو سره وکړه د يارۍ خبرې
زما په ژبه ستا سېتاره کيسه خلاصه نه ده
خدايه د رحم عاطفې وريځې يې په زړه راولې
له غېږې ځي مې سندرماره کيسه خلاصه نه ده
لږ خو د غرو په څوکو تاوې کړه پګړۍ د ورېځو
چې مې سيزي تنده کفاره کيسه خلاصه نه ده
لا مې د زلفو د کتاب توري لوستلي نه دي
شپه کړه اوږده پروردګاره کيسه خلاصه نه ده
د ځوانۍ رنګ دې اننګي لکه ګلاب چې ويشي
مخ ته دې ونيسه هېنداره کيسه خلاصه نه ده
د شعر يو ډېر مهم توكى انځور دى، ازمون پخپله شاعرۍ كې دې توكي ته ډېره توجه كړې ده او كابو ټول شعرونه يې د عيني او ذهني انځورونو لړونه او د يوه اوچت پيغام لېږدونكي هم. ډاكتر منقادالرحمن رودوال د ازمون شاعري انځوريزه پېژني: (( يوازې كه د انځور شعر وګورو له هنر او عيني او ذهني انځور سره مخ كېږو.
له زړه مې مه ځه غمه
چې ستا د مينې خوبولى امانت انځور مې
چېرته دعشق له لېمو پرې نه وځي
در نه بې خوبه نه شي
دې کې يو ډېر ښکلى انځور دى، مګر دغه انځور عيني دى، خو په ذهني ګاڼه يې پسوللى دى.
ازمون په خپلو شعرونو کې ډېر داسې عيني انځورونه لري، د هغه د غنم ترسرليك لاندې شعر زما له انده يو شهکار شعر دى. ازمون په دغه شعر كې د افغانستان درې سوه کلن تاريخ، چې دى په خپل شعر کې په ډېر عاطفي کيفيت را اخلي.))
د رودوال په خبره، كه موږ ته يو څوک ووايي، چې د احمد شاه بابا د پګړۍ سړى نشته، دا شاعرانه جمله نه ده، كه يو څوک داسې ووايي، چې موږ کې داسې يو ځوان پيدا نه شو، چې د احمدشاه بابا په څېر ورته د غنمو وږى په سر کې کېږدو، دا هم شاعرانه جمله نه ده: (( اصلاُ سوال دا دى، چې موږ يو څوک لټوو، چې هغه ته پټکى په سر کړو، دا مهم سوال دى مګر دا خبره څنګه مهمه كوې، څنګه په ټولنې منې او څنګه يې شاعرانه کوې، چې د خلکو د زړونو عمق ته ورکېوځي، مګر ازمون هلته کمال کوي، هلته يوه ښکلې پېغله انځوروي، معمولا پېغلې ته د هرچا پام ور اوړي، بيا د پېغلې په ژبه دا خبره کوي، چې دا په پښتني کلتور او پښتني ټولنه کې يو پيغور دى، چې پېغله ووايي، زما د ملک په سړيو کې د پټکي اېښودلو سړى نشته.))
 د رودوال په اند په دغه شعر کې يو ډېر ښکلى پيغام پروت دى او سره له دې، چې يو ذهني انځور هم، يو تاريخي شاليد هم لري او د اينده لپاره پيغام هم: (( زما له نظره دا شعرونه، چې دي تل پاتې شعرونه دي.))
رودوال وړاندې د ذهني انځورونو د ارزښت په بيانولو سره وايي: ((زما له نظره عيني انځورونه هغومره شعر له مانيز پلونه نه پياوړى کوي، لکه چې ذهني انځورونه يې كوي، ځکه ذهني انځور هغه څه دى، چې هغه په  ټولنه کې عملا نشته نو له دې كبله هر سړى کولاى شي د خپل برداشت له مخې، هغه ته يو چوکاټ جوړ او يو برداشت ترې وکړي، هغه هم په يو  انداز باندې، چې دا شعر غني کوي، د ازمون په شعر کې دا کيفيت شته.))
نورالحبيب نثار هم ورته نظر لري او وايي، چې په دې يوه يوه نيمه لسيزه كې، چې د ارايې كومه بڼه ايجاد شوې، ازمون په كې خپله ونډه لري: (( تقريباً په تېره يوه يوه نيمه لسيزه کې، چې په پښتو شعر کې د ارايې کومه ژبه اېجاد شوې ده، ازمون صاحب هم د دغې ژبې په ايجاد کې خپله ونډه لرلې ده، مطلب مې دا دى، چې دى هم په خپل شعر کې نوې ترکيبونه لري، نوي مفاهيم او تصويرونه لري.))
رودوال، د ازمون شاعري كره ګڼي او دليل يې هم دا راوړي، چې توريو او كلماتو ته ډېر ښه اوډون وركوي: (( يو شى، چې د ازمون په شاعرۍ کې شته، هغه د کلماتو او الفاظو ښکلا ده، دى که څومره تراژيدي او كه څومره يوه بدرنګه پېښه وي هغه په خپل شعر کې را اخلي او انځوروي يې، خو داسې يې د کليماتو په ګاڼه سينګاروي، چې بالاخره هر زړه يې مني.))
د رودوال په وينا، سره له دې، چې موږ ورسره دغه تراژيدي تحمل کوو خو د ده لفاظي، د ده د شعر وزن، د ده ذهني انځورونه، د ده عيني انځورونه او د ده د شعر عاطفي کيفيت دومره بارز وي، چې سړي ته بيا بيا خوند درکوي: (( له هماغې تراژيدۍ، له هماغه غم نه، چې موږ ترې شکايت کوو، په وارې، وارې ترې اورو او بالاخره له ده سره شريک كېږو، د ده پيغام ومنو او زما په نظر باندې دا بشپړه شاعري ده.))
كومه بله ښكلا، چې د ازمون په شعرونو كې شته، هغه د لنډيو، متلونو او انګېرنو كارول دي. دا هغه ښكلا ده، چې يو زيات شمېر شاعران پخپلو شعرونو كې ورته ځاى وركوي، خو ډېر ځله په دې نه بريالى كېږي، چې لنډۍ او متلونه په ښه توګه وكاروي. نورالحبيب نثار، وايي، چې زمون د خپلو مفاهيمو او مضامينو د ارايې او وړاندې کولو لپاره ګڼې طريقې لري: (( د مثال په توګه ځينې خلک، چې خبرې کوي او د خپل مطلب د ارايې او مدلل کولو لپاره متلونه او ورسره ورځنۍ محاوره استعمالوي، شعر راوړي، د يو عالم وينا را نقلوي، دا ټول اصلا د ارايې طرزونه دي، چې سړى ورباندې خپل هغه مطلب يا هغه څه، چې ويل غواړي، کوښښ کوي، چې نورو ته يې په بهتره توګه ور ولېږدوي.))
د ښاغلى نثار په وينا، ازمون له پښتني فرهنګ څخه يو څه اخلي، چې هغه يوه انګېرنه او يا يوه ټوټکه وي: (( مثلاُ  کله، چې سترګه رپيږي نو پښتانه وايي، چې څوک مېلمه راځي. سترګه څه وخت رپيږي، هغه وخت، چې د سترګو په بڼو باندې څه شى پرېوځي، خو په هر حال د هغې بار نيولو په نتيجه کې سترګه رپيږي او د دغې رپېدا تعبير پښتانه، البته پخپل عام معرفت او بدوي معرفت کې داسې کوي. وايي، چې څوک مېلمه راځي، ښاغلي ازمون کوښښ کړى، چې همدغه مطلب په خپل يو بيت کې ووايي. هغه بيت داسې دى:
راتګ د خپلې تللې ځوانۍ بېرته په کې وينم
زما پر بڼو بار و، هغه هم کړلو تا وران
په دې بيت کې ښاغلي ازمون له همدغې انګېرنې نه استفاده کړې ده او د خپل مطلب د ارايه کولو يو کامياب کوښښ يې کړى دى.))
نثار وړاندې وايي، چې ازمون دلته يو څه نوښت هم کړى دى او هغه دا دى که چېرته موږ دې انګېرنې پسې ځو؛ نو انګېرنه خو زړه  ده او دا مجاز دى، چې موږ له انګېرنو، محاورو، متلونو، لنډيو، ټپو او د خپل فولکلور او له خپل کلاسيک ادب نه استفاده وکړو او له هغې نه فايده واخلو. نثار زياتوي: (( دلته ازمون هغه فايده اخيستې ده، دلته چې ده کوم نوښت کړى، هغه دا دى، چې انګېرنه وايي څوک مېلمه راځي، ښاغلي ازمون په دې شعر کې، دغه مېلمه له يو څه سره عوض کوي، هغه څه، څه شى دى؟ هغه د ده تللې ځواني ده، يو نوى تعبير يې ځنې اخيستى، چې هغه مېلمه يې له خپلې تللې ځوانۍ سره عوض کړى او د هغې پرځاى يې خپلې ځوانۍ ته اشاره کړې ده.))
پر  انځوريز بيان سربېره د ازمون شعر، چې كومه بله ځانګړنه لري او ډېر ژر پر زړونو اثر كوي، هغه دا دى، چې دى خپل فكر په داسې الفاظو كې په اوچته عاطفي بڼه رانغاړي، چې لوستونكى يې له خپلو احساساتو او عواطفو سره شريك ګڼي. ډاکټر رودوال د ازمون په شعر كې د ډېر عاطفيت او صميمي بيان خبره كوي:(( زما له نظره عاطفه، چې ده، د ازمون په شاعرۍ کې ډېره بارزه ده، هغه څه، چې د ده په شعر کې ورته بايد ډېر پام وشي، د ده د شعر عاطفي اړخ دى.))
رودوال په دې اند، چې عاطفه د ازمون په شعر کې تر ټولو مهمه برخه ده، وايي، سره له دې، چې د ازمون د " پر سندرو يو مين سندرې وايو"، له ټولګې وروسته د ازمون شاعري څه ډول ده هغه نه ده لوستې، خو تر دې دمه د ازمون په شاعرۍ کې عاطفي کيفيت کاملا پروت دى: ((سړى داسې فکر کوي، چې دا يو څوارلس کلن، ديارلس کلن، دولس کلن خام زلمي ويلى، چې فقط يوازې له عاطفو ډک دى او نور هېڅ ورسره نشته، مګر نه، داسې نه ده؛ ازمون د ژوند په هغه ښه پړاو کې، هغه مهال چې دى د پوهنتون استاد و، شاعري يې کاملا عاطفي رنګ درلود.))
دا هم د ازمون له عاطفي ځانګړنو برخمن شعر:

له بر کلي وياله کې يو بنګړى اوبو راوړى
سندرو نه بې شانه ډک زړګى اوبو راوړى
د سيند هره  ټپه کې د لونګو ټپې وېشي
د سپين غره له نښترو جوړ سړى اوبو راوړى
يو نقش په کې د لپې د يو چا د مينې پروت دى
يو سيورى له قامت سره منګى اوبو راوړى
زما زړه کې به ښخ شي او زما زړه کې به شين شي
د يار د نامه زړي او سپرلى اوبو راوړى
جانانه د پاوليو د ټټر د شرنګ ابشار کې
د روح په سپېره دښته کشمالى اوبو راوړى
فطرته زېرى غېږ کې د رڼا پېغلې دې ناڅي
د سپينو لېچو ميرې نه وښى اوبو راوړى
راځه لېمو کې پورته کړه په مينه يې ازمونه
د يار په پل کې ښخ هغه اغزى اوبو راوړى
د ادبپوهانو له نظره د ښې شاعرۍ يوه غوره ځانګړنه د فكري او ښكلاييز اړخ ترمنځ توازن دى. كه چېرته دغه توازن په نظر كې ونه نيول شي، شعر خپله ښكلا له لاسه وركوي. ازمون د فكر او خيال ترمنځ توازن ته په پام سره، هڅه كړې، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره يوه ښكلې پنځونه مو تر مخه كېدي. استاد محمد اسمعيل يون دې ټكي ته په پام سره وايي: (( د ازمون شاعري ملايمه شاعري ده، نرمه او خوږه شاعري ده، د الفاظو، کليماتو، تخيل، اهنګ او د شعر نور رغنده توکي، چې دي د هغو له نظره که يې سړى وتلي نو دى په ښو شاعرانو کې راځي، يعنې ښه شاعري يې کړې ده، چې ډېره خوږه ده او ډېر ترېنه سياسي شوې نه ده. يعنې د شعر هغه هنري برخه يې، چې ده درنه ده.))
استاد يون په داسې حال كې، چې وايي د ازمون د شعري هنري برخه درنه ده، وړاندې دا هم وايي، چې د ازمون شاعري له فكري اړخه د هغه د عمر او تجربې په نسبت متناسبه ده.
د يون صاحب په وينا، ازمون د خپلې شاعرۍ په پيل كې د احساس برخې ته ډېره توجه كوله: (( شعري تجربې، چې دي ورځ په ورځ پخيږي، نو په هغه لومړنيو شعرونو
د يون په خبره اوس، چې موږ د ازمون هغه پخواني شعرونه ګورو او له ننني شعرونو سره يې پرتله كوو نو دا راته ه جوتېږي، چې د فکر برخه يې درنه ده او په هغو لومړنيو کې يې د احساس او عاطفې برخه درنه وه.
ډاکټر رودوال هم د ازمون په شاعرۍ كې د بدلون يادونه كوي او وايي، چې په لومړيو كې يې شعر ساده و، خو وروسته وروسته پېچلې شوې ده: (( دى معمولاً په خپل شعر کې څو پړاوونه لري، خو له ( پروهرنه دي، چې خاندي) نه را پدېخوا يو شاعرانه مزل لري، د ده په شعر کې تغير شته، هغه مهال د ده شعر ساده دى، روان دى، يوه اېډيا يو فکر يو تګلورى په کې شته او د شاعر يوه دنيا په کې شته، هماغه د شاعر دنيا ازمون بيا هم لري خو دا ځل په سمبولېزم او په نورو رنګينيو يې رنګينه کړې ده، کله چې له لومړۍ مجموعې نه دويمې ته راځو د ازمون شعر لږ پېچلى کېږي.))
ښه موسقيت، چې د پيغام د لېږد يوه روانه او ساده طريقه ده او شاعر د هغه په مټ خپل پيغام ذهن نشينه كوي، د ښې شاعرۍ يوه ځانګړنه ده. ازمون دغې ځانګړنې ته ډېره توجه كړې او اكثره شعرونه يې ډېر اهنګين او له اوچت موسقيت نه برخمن دي. نورالحبيب نثار په همدې نظر دى او د هغه علت داسې را په ګوته كوي: (( څومره، چې ما ته معلوم دى، ازمون په خپله هم د ترنم ملکه او صلاحيت لري، نو دا چې په خپله په ترنم کې خپل شعر ويلى شي، طبيعي خبره ده، چې په شعر کې يې ښه شرنګولي اهنګونه او وزنونه شته دى.
استاد يون هم ورته نظر لري:(( خپله هم له موسيقۍ سره علاقه لري، په موسيقۍ پوهېږي هم او په شعر کې يې هم د موسيقۍ تلازمات مراعات شوي دي، چې سندرغاړي هم ترې خوند اخيستى شي او هم ترې استفاده کولاى شي.))
د ازمون شعر ګڼې نورې ښكلاوې هم لري. استاد غلام نبي فراهي هغه ځانګړنې په لنډه بڼۀ داسې شمېري: (( تر کومه ځايه، چې زه د ده له شعر او شاعرۍ سره اشنايي لرم، د ده په شعر کې ځانګړي خصوصيات موجود دي، يو دا چې له يو پاک احساس څخه شعر وايي، دويمه دا چې په شعر کې يې ډېر سوچه پښتو لغات ډېر دي او درېيم مهم خصوصيت  يې د خپلې ترجماني ده. ده ټول عمر په شعر کې د وخت ناخوالې رابرسېره کړې او پر برياوو وياړلى دى.))
فراهي صاحب هيله څرګندوي، چې ازمون په ځوانو شاعرانو کې يوه روښانه څېره ده او په همدې ئاندې خپلې شاعرۍ ته ادامه ورکړي