په بلوچستان کې د نامعلومو وسلهوالو په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني پولیس او یو سرحدي سرتېری وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه سرتېري د بلوچستان په شیراني سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې نامعلومو وسلهوالو د دوی پر دوو پوستو بریدونه وکړل.
راپورونو کې راغلي، پهدې پېښه کې یو بریدکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.