جاپان د افغان ماشومانو د زده‌کړو لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کړې

جاپان د افغان ماشومانو د زده‌کړو لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کړې


  • 1 کال دمخه (07/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 519

‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، جاپان له افغانستان سره د ماشومانو د زده‌کړو لپاره لس مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

یاد بنسټ زیاته کړې، له دې مرستې سره به څه باندې ۷۱ زرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

یونېسف همداراز لیکلي، په افغانستان کې شپېته سلنه نجونې او شپږ څلوېښت سلنه هلکان چې ښوونځي ته د تګ عمرونه یې بشپړ کړي، له زده‌کړو بې‌برخې دي.