د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره مؤسسه (Save the children) وايي، په افغانستان کې یې ۱۸ هغه روغتیايي مرکزونه تړلي، چې دوی یې مالي ملاتړ کاوه.
د یادې ادارې د افغانستان څانګې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې دغه مرکزونه یې د مرستو د بندېدو او اقتصادي ستونزو له امله تړلي دي.
په راپور کې راغلي، چې دا مهال په افغانستان کې د دوی اړوند ۱۴ نور روغتيايي مرکزونه فعال دي، چې د یوې میاشتې لپاره مالې سرچینې لري او که مرستې ورسره و نه شي؛ نو هغوی به هم وتړي.
په راپور کي زیاته شوې، چې دوی د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جنوري میاشت کې د دغو ټولو ۳۲ روغتیايي مرکزونو له لارې ۱۳۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندي کړي دي.
دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (U.N.D.P) په تړل کېدو سره هم په افغانستان کې د یو شمېر بنسټونو فعالیتونه ټکني او ځنډني شول.