په پروان کې د سختو راغلو سېلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پروان د والي ویاند حکمتالله شمیم ویلي، چې دغه سېلابونه نن دوه بجې له غرمې وروسته، په سیاه ګرد او شینواري ولسوالیو په ځينو برخو کې راغلي دي.
ښاغلي شمیم ویلي، چې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي او ځينې سړکونه هم ویجاړ شوي دي.
نوموړی همدارنګه ویلي، چې د دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې او زیانونو شمېر وروستی نه دی او شونې ده چې زیاتوالی ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې سېلابونو د روانې اوونۍ له پیله تر اوسه لسګونه کسانو ته د سر او مال درانه زیانونو اړولي دي.