عاصم منیر: افغانان د پاکستان په وروستیو نا امنیو کې لاس لري

عاصم منیر: افغانان د پاکستان په وروستیو نا امنیو کې لاس لري


  • 1 کال دمخه (07/08/2023)
  • خالد سهار
  • 543

 

 

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر تور پورې کړی، چې افغانان د دوی د هېواد په وروستیو نا امنیو کې لاس لري.

 

نوموړي تېره ورځ پښتونخوا ته په خپل سفر کې ویلي، چې د پاکستان وروستي ترهګریز بریدونه له پولې پورې غاړه پلان کېږې، چې افغانان په کې لاس لري. 

د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عاصم منیر دا چاره د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوونکې بللې او ویلي یې دي، چې دوی به یې د مخنیوي لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي.

هغه له اسلامي امارت څخه هم غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو مخنیوی وکړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په یوه غونډه کې د ځانمرګي برید له کبله شااوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.   

که څه هم تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو د عاصم منیر د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې څو ورځې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې بهر جهاد، جهاد نه؛ بلکې د امیر له امر سرغړونه بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم تور پورې کړی، چې پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې پلان کېږي؛ خو د کابل سرپرست حکومت تل دا تورونه بې ځایه بللي دي.