د م، م په روانه غونډه کې نن د افغان ښځو پر وضعیت خبرې کېږي

د م، م په روانه غونډه کې نن د افغان ښځو پر وضعیت خبرې کېږي


  • 7 مياشتي دمخه (22/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 377

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده.

په دې ناسته کې به  د بشري حقونو د بېلابېلو ډلو او بنسټونو استازي ګډون ولري.

ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر ریچارډ بنټ او د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدربار به هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې را بلل کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د نړۍ ۱۲ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښوودلې وه.