د څو ښځو لرل درد دی که درمان؟

د څو ښځو لرل درد دی که درمان؟


  • 1 کال دمخه (03/10/2023)
  • مراد یوسفي
  • 702

ژباړن: انوش ننګیال 

اول باید په دې پوه شو چې په اسلام مبارک دین کې د څو ښځو لرل درمان دی نهٔ درد. خدای (جل جلاله) دا امر د ځینو دردونو د درمان په نوم یاد کړی دی. د مثال په ډول د یوې مېرمنې اولاد نه کېږی او خاوند یې له هغې اولاد غواړي، یا یوه مېرمنه نا علاجه ناروغي لري او خاوند یې ترې غواړي چې د هغه د کور ضرورتونه حل کړي، او یا شته داسې مېرمنې چې خاوند یې مړ کېږې او یا یې له خاوند څخه طلاق اخیستی دی، او د ډېر عمر په لرلو مجرد او ځوان هلکان هغې سره واده کولو ته زړه نه ښه کوي، یا د جنګ او وینې بهېدنې له امله ډېر نارینه شهیدان کېږي او له امله یې په ټولنه کې ډېرې مېرمنې او نجونې پاتې کېږي، او دغسې نور ډېر حالتونه شتون لري…

دا کوم ټکي چې یاد شول له دې خو انکار نه شو کړلای؛ نو انسان هغه مهال له درمان (درملنې) څخه ګټه اخلي چې ورته اړتیا ولري.

اسلام د دغو دردنو لپاره درملنه د څو ښځو لرل یاد کړي دي، خو واقعاً دا د حیرانتیا او تعجب خبره ده، چې د اسلام دښمنان په دې امر ملنډې وهي ځکه دوی د «درد» د «درملنې» لپاره چې پورته ذکر شوي هېڅ آلترناتیوی یا بدیله لاره نه لري، تاسو د اسلام له دښمنانو دا پوښتنه وکړئ:

د یوې ۴۵ کلنې مېرمنې خاوند وفات شوی دی، هغه دوه زامن چې یو یې د ۲۲ کلونو، بل د ۱۸ کلونو او یوه لور د ۲۰ کلونو په عمر لري، دا مېرمنه جنسي غریزه لري او باید چې جنسي اړتیا یې پوره شي، او دا خو منو چې دا اړتیا یوه طبیعي خبره ده، همدارنګه دا مېرمنه داسې یو شخص ته اړتیا لري چې د دوی سرپناه واوسي او ددې د رازونو او اسرارو محرم واوسي، نو تاسو ووایئ د دې مېرمنې تکلیف څه شی دی؟ دا یو حقیقت دی چې یو ۲۵ کلن ځوان داسې ښځه نه غواړي چې د هغې زوی دده همزولی واوسي، بلکې هغه خو غواړي چې د همدې ښځې له لور سره واده وکړي؛ نو تاسو ووایئ چې ددې ښځې تکلیف او درد څه شی دی؟

باور وکړئ، کلونه کلونه کېږي چې زه د اسلام له دښمنانو همدا پوښتنه کوم خو تر اوسه مې هېڅ منطقي او یو قانع کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی. دولت کولای شي دوی یواځې له مادي اړخه ددوی حمایت وکړي د هغې جنسي او عاطفي اړتیاوې به یې څنګه شي آیا غواړئ زنا او فحشا ته مخه کړي؟ 

پورتنیو مسایلو ته په کتو اسلام د څو ودونو کول جایز کړي خو که د څو ښځو خبره کوو؛ نو دا مسله هم باید ضرور یاده شي، چې په قران کې یې د څو ښځو لرلو لپاره یواځینی لوی شرط «عدالت» یاد کړی دی او په همدې درته څو ودونه جایز کېږي او هو! هېڅ کوم امر او جبر ددې کار د منلو لپاره نه شته.

نو که تاسو د خپلو مېرمنو ترمنځ پوره عدالت تأمینولی شئ؛ نور ودونه وکړئ، او که داسې نه شئ کولای نو کرار په خپل ځای کېنئ، ځکه له اړتیا پرته د دوهم او درېیم واده کولو ته اجازه نه شته.