د امریکا ګل‌مرجان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ملاله رڼا
  • 1217

 جان کيري ته دې خدای انصاف ورکړي، زموږ پاکې او رڼې ټاکنې يې له خاورو او خځلو ډکې کړې، د خلکو قربانیو ته يې په سپکه وکتل او په پای کې يې له لانجو او بدمرغيو ډکه چوکۍ د اجرايیه ریاست په نامه د هېواد په خلکو ور وتپله.

خو دا به هم له انصافه لېرې خبره وي چې موږ دې په هر څه کې جان کېري پړ وګڼو او هغه ځکه چې د ټاکنو د پایلو د نه منلو نه تمامېدونکې هغه د لغماني سندره د ګل‌مرجان له لوري پیل شوه. ګل‌مرجان، نه نړیوال څارونکي منل، نه يې د هېواد د خلکو لوی اکثریت مانه، لنډه دا چې هيڅ يې نه منل او يوازې يې خپله خبره منله. هماغه و چې ښاغلي جان کیري تشریف؟ راووړ او داسې يو حکومت يې جوړ کړ چې نادودې به يې خدای خبر تر کومه دا ولس زغمي!؟
له جان کيري ګيله په دې کېدای شي، که يې هماغه وخت ګل مرجان ته يو اخطار ورکړی وای، نه به ګل مرجان و او نه هم سید مرجان، ځکه نو نن به په امنیتي او نورو چارو کې دا ستونزې هم نه وای، خو رښتیا چې له ازاره چا بازار موندلی نه دی، دا دی دوه کاله وروسته همدې امریکایانو ته خدای په خپل کور کې داسې ګل‌مرجان پیدا کړ چې که تر دې ګل‌مرجان ضدي نه دی، کم خو ترې په هيڅ توګه نه دی.
د ښاغلي ډونالد ټرمپ کیسې ډېره موده وشوه چې د هر چا په ذهن کې ګرځي. په لومړي سر کې د هغه په کړنلاره کې نااشنا ټکي او ورپسې له ښځو او جنکو سره د یارانو او تېریو کیسې هغه څه دي چې د نړۍ ټول ټلوېزيونونه يې پر سر را اخیستي دي.
که څه هم په لومړیو وختونو کې داسې ښکاره کېده چې ښاغلی ټرمپ به د امریکا ټاکنې وګټي، خو د هغه بدمرغي په دې کې وه چې ناببره ښځو او نجونو ډېر خراب کړ. په اوونۍ کې به دوې یاد درې ورځې داسې نه وي چې يوه يوه ښځه دې راپیدا نه‌شي او د ټرمپ د حملو، مچکو، سوکنډلو او نورو خبرو کيسې دې نه کوي. همدا خبره وه چې د ښځو دې لړۍ د ټرمپ حیثیت او موقف د امریکا په ټولنه کې ډېر را ټيټ کړ.
دغو ښځو له ټرمپه لار او ګودر خطا کړ، هغه حیران شو چې اوس څه وکړي؟ هغه په همدې کش و ګير کې و چې ناببره ورته الهام وشو او د ګل‌مرجان پر پله يې پل کېښود.
ټرمپ وويل چې زه يې و نه ګټم، دا ټاکنې به کله هم و نه منم، بله دا چې د امریکا د ټاکنو په سېسټم کې د درغلۍ شتون ډېر زیات دی. د ټرمپ يا د امریکا د ګل‌مرجان دا خبره د امریکا له‌پاره تر یو لوی ډز کمه نه ده. کمه به ځکه نه وي چې امریکا ځان د نړۍ تر ټولو د ډيموکراسي لوی علمبرداره ګڼي، ځکه نو د هغه دا خبره پر امریکا باندې د نړۍ بې‌باوري ډېروي.
که چېرته رښتیا هم تر ټاکنو وروسته ټرمپ خپل ګلمرجانيزم ته دوام ورکړي، دا خبره د دغه هېواد له اقتصاده نیولې تر امنیتي چارو او ټولو برخو له‌پاره خطرناک کار دی، له دې سره د امریکا خلک په دوو ډلو وېشل کېدای شي، د نفاق اور ته به پوکي ډېر او که دوام وکړي، د امریکا هېواد به ډېر زیانونه وويني.
داسې ښکاري چې د امریکا دا ګل‌مرجان به زموږ تر ګل‌مرجان هم په خپله خبره کلک ودرېږي او که په پای کې ټرمپ هلته اجرايیه ريیس شي، بیا نو وا وا!
هغه به راز راز نادودې پیل کړي، کلينټن به وايي چې دا کار کوم، خو د امریکا ګل‌مرجان به وايي چې نه يې منم. د امریکا له حکومته به داسې يوه موزه جوړه شي چې دوه کسه به پښې پکې منډي او دا کار به ځکه کېږي چې د ملي وحدت د حکومت اساس پر همدې اصل ولاړ دی.
بله خبره دا ده چې د ټرمپ په دې کار سره به ګلمرجانيزم د نړۍ يو سیاسي مکتب شي، ډېرو هېوادونو ته به دا ناروغي خپره شي او د هېوادونو ډېر څه به له دې کار سره ګډوډ او ناامني به لا پسې ډېره شي.
که چېرته جان کېري له افغانستان سره دا نادوده نه وای کړې، خدای به په خپل کور کې ګل‌مرجان نه ور پیدا کاوه. اخېر د دې ځای د خلکو ښېراوې هم هسې نه وې.
«کوهی مه کينه د بل سړي په لار کې + چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي»
سرخط ورځپاڼه