پزشکیان: له فلسطینیانو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو


  • 5 مياشتي دمخه (11/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 141

پزشکیان: له فلسطینیانو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

 

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د حماس سیاسي دفتر رئیس ته په یو لیک کې لیکلي چې د فلسطین مظلوم ولس څخه به تر هغه هر اړخیر ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو خپل حقه حقوق تر لاسه کړي. 

 

د ایران وایر خبري رسنۍ لیکلي چې پزشکیان له فلسطین ملاتړ د خمیني ارمان او د خامنه یي د لارښودنو څخه ښودلي او دا یې خپله " انساني او اسلامي" وظیفه ګڼلې ده.

 

راپور زیاتوي چې تر دې مخکې پزشکیان د حزب الله ډلې له رئیس سره خبرې کړي او په دغه مسیر کې یې د ایران د حکومت ژمنتیا څرګنده کړې. 

د راپور پر بنسټ د ایران څوارلسم ولسمشر د حماس سیاسي دفتر له رئیس اسماعیل هنیه څخه د انتخاباتو د ګټلو د مبارکۍ د پیغام په پار مننه کړې ده. 

 

مسعود پزشکیان په داسې حال کې د ابراهیم رئیسي ځایناستی ټاکل کېږي چې د غزې له جنګ نهه میاشتې تېریږي، حماس هغه ډله ده چې په دغه موده کې د اسراییلو پر وړاندې جنګيږي.