نی: دایکندي کې د نسیم راډیو مسؤل او دوه خبریالان نیول شوي

نی: دایکندي کې د نسیم راډیو مسؤل او دوه خبریالان نیول شوي


  • 1 کال دمخه (08/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 420

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي، په دایکندي کې د نسیم راډیو مسؤل او دوه خبریالان نیول شوي دي.

د نی له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاده راډیو هم اوسمهال تړلې ده.  

اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې سیمه ییز چارواکي باید له ځنډ پرته یاد خبریالان خوشې او راډیو ته د فعالیت اجازه ورکړي.     

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کسان په کوم تور نیول شوي او ځایي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید یاده شي، چې دا درې کارکوونکي د روانې تلې میاشتې په ۵مه نېټه هم نیول شوي وو.