د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه: د نسیم راډيو خبریالان دې خوشې شي

د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه: د نسیم راډيو خبریالان دې خوشې شي


  • 1 کال دمخه (10/10/2023)
  • صحت سمسور
  • 419

 

د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د نسیم راډيو ژورنالېستان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې CPJ په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو استخباراتو د نسیم راډيو مشر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضایي او مجتبی قاسمي د شنبې په ورځ د دایکنډي په مرکز نیلي کې د جوادي په کور کې نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړې دي.

دغه کمېټه وایي دا دوهم ځل چې په تېرو لسو ورځو کې یاد خبریالان د طالبانو له لوري نیول کېږي او ځورول کېږي، چې سمدستي باید خوشې شي.

په راپورونو کې ویل شوي و چې طالبانو د سپټمبر په ۲۷ مه د نسیم راډيو په دفتر له چاپې وهلو وروسته د یادې راډيو نشرات او دفتر یې ور بند کړ او درې خبریالان یې هم ونیول.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم په خپره کړې خبرپاڼه کې د یادو خبریالانو د ژر تر ژره د خوشې کېدو غوښتنه کړې او زیاتوي، چې یادې راډيو ته دې د نشراتو اجازه ورکړل شي.

د نی په خبرپاڼه کې راغلي:(( د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتڔ اداره ده دنسیم رادیو دنشراتو توقف او د هغه دکارکوونکو نیونه د رسنیو دفعالیت محدود کېدل گڹي او په دایکندي کی د سیمیزو مسوولینو ݗخه غوݭتنه کوي چې ژر تر ژره د دې راډیو خپرونو ته اجازه ورکڔي اوهم یې کارکوونکي خوشی کڔی. همدارنگه د دې رسنۍ او خبریالانو درسنیز فعالیت،  خنډ  ونه گرزي)).

وخت نا وخت د طالبانو حکومت یو شمېر خبریالان نیسي او ځېنې خوشې کوي، چې لا هم ځېنې خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.