- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- میرویس جواد
- 1395
په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې نوي فصل ته دننه شوې.
په دغه فصل کې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستلو په برخه کې پوره ژمنه کړې او د همدې ژمنې پر اساس د سولې د لارې نقشې جوړولو په هدف دوه، څلور اړخیزې غونډې شوې او درېیمه به یې د راتلونکې اوونۍ په سر کې په اسلام اباد کې دایره شي.
د همدغو اړیکو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي جنرالانو په مشرۍ د افغانستان امنیتي پلاوي د خیبر پښتونخوا په مرکز (پیښور) کې له پاکستاني پوځیانو سره لیدلي دي.
د دغې لیدنې جزیات نه دي خپاره شوي او په اړه یې یوازې دومره ویل شوي چې دغه لیدنه د سرحدي(!) ستونزو د حل په موخه شوې.
د دوو یا څوو هېوادونو ترمنځ روابط د هر هېواد د ملي ګټو پر اساس تنظیمېږي. د نړيوالو اړیکو د اصولو پر اساس، تقریبا ټول نړيوال تعاملات او اړیکې د ملي ګټو پر محور راڅرخي. دا چې دواړه هېوادونه څه تعقیبوي او د کومو ګټو لپاره کار کوي، لاندې به ورته اشاره وشي.
افغانستان
د افغان حکومت له خوا بهرنی سیاست پر پنځو کړیو وېشل شوی چې لومړۍ حلقه یې ګاونډیو ته ځانګړې شوې او په ترڅ کې یې، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره متقابل احترام، ښې اړیکې او د شخړو کمول لومړیتوب لري، خو سربېره پر دې چې حکومت په خپل بهرني سیاست کې ګاونډیو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړی، د افغانستان ټول ګاونډيان، بالخصوص ایران او پاکستان د افغانستان په کشاله کې پوره ښکېل دي او دواړه هېوادونه خپل اهداف ټاکي. په دې لړ کې د پاکستان مداخله ټولو ته بربنډه ده.
د دې لپاره چې دغه مداخله په همکارۍ بدله شي؛ په اساسي ډول کورني ثبات او فعال بهرني سیاست ته اړتیا ده.
د کورني ثبات پر لور لومړی ګام سوله ده، ځکه له سولې پرته د ثبات ټينګښت ناشونی دی. د سولې لپاره له پاکستان سره اړیکې مهمې دي، خو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره فعاله ډیپلوماسي درې اصله لري چې د همدغو دریو اصولو پر اساس یو هېواد خپلې موخې ته رسېږي.
لومړنی اصل اقناع (قناعت ورکول) دی.
د ډيپلوماسي په ډګر کې د هدف تر لاسه کولو په برخه کې مقابل لوري ته قناعت ورکول مهم دي چې نه یوازې مشخص تعامل يې پر زیان نه تمامېږي، بلکې ګټه به یې هم پکې وي. له اقناع ورهاخوا، امتیاز، ګواښ او وروستی پړاو تېری دی.
د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یوازې د اقناع اصل مطرح کېدای شي؛ ځکه افغان حکومت نه د امتیاز ورکولو لپاره څه لري او نه هم دا توان لري چې پاکستان ته ګوتڅنډه وکړي یا پرې برید وکړي. (د ډېورنډ کرښه، ځکه د امتیاز په توګه نهشي مطرح کېدای چې منل یا نه منل یې د حکومت له صلاحیتونو څخه نه دي.)
دا چې افغانستان د ډيپلوماسي بل ابزار په واک کې نه لري، نو د خپلو اهدافو د تحقق لپاره یې یوازې له قناعت ورکولو استفاده کړې ده. څلور اړخیزو غونډو ته په کتو چې دوه یې په اسلام اباد او کابل کې تر سره شوې او ټاکل شوې درېیمه یې په اسلام اباد کې دايره شي، افغانستان د بهرني سیاست په لومړۍ کړۍ کې بریالی دی او په دې توانېدلی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمې هېوادونه سره همغږي کړي.
پاکستان
د پاکستان نظامیان، په افغانستان کې مشخص اهداف تعقیبوي چې درې اساسي هغه یې، د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندل، د هند د نفوذ کمول او د افغانستان په بهرني سیاست کې فعاله ونډه درلودل دي.
د همدغو غوښتنو پوره کېدو لپاره پاکستان له مجاهدینو ملاتړ وکړ، وروسته یې له طالبانو ملاتړ وکړ چې اسلامي امارت د پاکستان پنځمې صوبې حیثیت خپل کړی و او د نوي نظام له راتګ وروسته یې یو ځل له طالبانو ملاتړ پیل او پراختیا ورکړه.
پاکستان د همدغو سیاستونو په نتېجه کې په نړيواله سطحه د یوه ترهګر هېواد په توګه پېژندل کېږي او ټولو ته واضح شوې چې دغه هېواد په پراخه کچه له ترهګرو ملاتړ کوي، اما په وروستیو کې دغه حالات او د پاکستاني پوځیانو سیاست کې بدلون لیدل کېږي.
د هند د نیمې وچې له تجزیې وروسته، د پاکستان اصلي واکمن پوځ بلل کېږي. د پاکستان پوځ د دغه هېواد اصلي باني ګڼل شوی او زیات پاکستانیان په دې نظر دي چې له پوځ پرته به پاکستان لا وختي دړې وړې شوی و، خو له دې سره یو ځای دا نظر هم په پاکستان کې موجود دی چې پوځ باید خپلې اصلي دندې (د هېواد د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه) ته وروګرځي او له ملکي چارو لاس په سر شي.
وروستی د پیاوړتیا په حال کې دی، ځکه پاکستانیان دې باور ته رسېدلي چې د پوځ د ناوړه سیاستونو له امله، د پاکستان نوم بد شوی، څېره یې توره شوې او په نړيواله سطحه د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي.
همداراز په وروستیو کې پر پاکستان نړيوال فشارونه زیات شوي دي چې د دغو فشارونو اصلي غوښتنه د ترهګرۍ له ملاتړه د پاکستان لاس پر سر کېدل دي.
له بلې خوا د پاکستان ملکي اداره هم د پیاوړتیا په حال کې ده او د پاکستان په شاوخوا ۶۹ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د یوه لومړي وزیر او ولسمشر کاري موده بشپړه او د ټاکنو له لارې نور کسان (نواز شریف) واک ته رسېدلي دي.
خو له دې ټولو سره نهشي کېدای چې د پاکستان د پوځ پر ونډې سترګې پټې شي.
د دې لپاره چې د پاکستان پوځ هم ښکېل بلل شوی وي، اړتیا ده چې په ملکي حکومتونو سربېره په نظامي او حتی استخباراتي برخو کې اړیکې موجودې وي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان او پاکستاني پوځیانو لیدنه د سرحدي(!) ستونزو حل ورهاخوا، پاکستاني پوځیانو ته تبلیغاتي ارزښت لري او له دې لارې کولای شي چې تندلاري ګوندونه، ډلې او کړۍ قانع کړي.
نتېجه
دواړه هېوادونه د خپلو ګټو د تأمین په لټه کې دي. سربېره پر دې چې پاکستان به مشخصې غوښتنې ولري، دغه هېواد غواړي د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد بد نوم له ځانه لېرې کړي.
له نورو مسایلو ورهاخوا د افغان او پاکستاني پوځیانو لیده کاته هم د بدنامۍ لېرې کېدو په موخه هڅې بلل کېدای شي. همداراز دغه هېواد غواړي چې د نړيوالو فشارونو په کمېدو، له انزوا څخه ځان رابهر کړي او د نړيوالې ټولنې د یوه فعال غړي په توګه راڅرګند شي.
د پاکستان دغه هڅې د دې ښکارندويي کوي چې په دغه هېواد کې ملکي حکومت ورو، ورو خپل ځای ځایګی پیدا کوي او د پوځ تسلط پرې کمېږي، اما دې ته په کتو چې د تاریخ په اوږدو کې (له ۱۹۴۷ څخه تر اوسه) د پاکستان اصلي واکمن پوځ و، نو دغه بهیر به سوکه وي.
له بلې خوا د افغانستان هڅې دا دي چې د پاکستان له لارې سولې ته ورسېږي. د دغو هڅو بریا، د پاکستان په رښتينوالۍ او د نړيوالې ټولنې فشارونو پورې تړلې ده.
سرخط ورځپاڼه