برېښنا شرکت: سمنګان کې د برېښنا درې پایې په بمونو والوځول شوې.

برېښنا شرکت: سمنګان کې د برېښنا درې پایې په بمونو والوځول شوې.


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1042

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې وایي، د رڼا دښمنانو یو ځل بیا په سمنګان ولایت کې د برېښنا درې پایې په بمونو الوځولي او تخریب کړي دي.

د یاد شرکت د مالوماتو له‌مخې، تېره شپه ۱۰ بجې د دې ولایت په "قچندره" سیمه کې د وارداتي برېښنا درې ستنې د ماینونو په واسطه تخریب شوې دي.

سرچینې ویلي، که څه هم پایې ړنګې شوې نه دي؛ خو دوه نورې یې ډېرې تخریب شوې دي.

سرچینه کې وړاندې راځي، د یادو الوځول شویو پایو د رغولو چارې به په څو ساعتونو کې پیل کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤولین وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په ماینونو د برېښنا پایو د الوځولو له کبله د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د برېښنا جریان له خنډونو سره مخ شوی دی او په خبره یې، دې چارې دغه شرکت ته په میلیونونو افغانۍ مالي زیان هم اړولی دی.

باید وویل شي، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په دې وروستیو کې د نامالومه کسانو له خوا د برېښنا پایې الوځلول کېږي، خو عاملین یې په تېښته بریالي وي.

بل لورته افغان دولت د دغه ډول پېښو عاملین طالبان په ګوته کوي، خو یادې ډلې په رسمي ډول د پایو الوځولو په تړاو څه نه دي ویلي.