غور کې یو محصل د هریرود سیند اوبو ډوب او مړ کړی

غور کې یو محصل د هریرود سیند اوبو ډوب او مړ کړی


  • 1 کال دمخه (19/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 579

په غور کې یو محصل د هریرود سیند په اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړ شوی دی.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري ویلي، چې یاده پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوې، کله چې یاد کس په سیند کې لامبو وهله. 

بدري زیاته کړې، وژل شوي کس محمد ناصر ۲۲ کاله عمر درلود او د دغه ولایت د دولت یار ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د ده په خبره، محمد ناصر نومی ځوان له خپلو ملګرو سره د هریرود سیند ته د تفریح لپاره تللی و.