هندي او روسي استازي د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلي

هندي او روسي استازي د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلي


  • 5 مياشتي دمخه (16/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 432

د افغانستان لپاره د هند او روسیې ځانګړو استازو په نوي ډیلي کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.  

د هند له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانانو د ملاتړ لپاره د پراختیايي مرستو پر اړتیا خبرې کړې دي.   

د سرچینې د مالوماتو له مخې، جي پي سېنګ او ضمیر کابلوف ټینګار کړی، چې په اوسني وضعیت کې اړتیا ده ترڅو له افغانستان سره پراختیايي مرستې وشي. 

ورته مهال په کابل کې د روسیې سفارت هم د دغې لیدنې خبر ورکړی دی.

یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړو لوریو له افغانستان سره د پراختیایي مرستو پر اهمیت ټینګار کړی دی.  

دغه هندي او روسي استازي داسې مهال د افغانستان په تړاو لیده کاته کوي، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه راتلونکې میاشت په قطر کې جوړه شي.