جاپان: د افغانستان او نړۍ تر منځ د تعامل رامنځ ته کولو هڅې کوو

جاپان: د افغانستان او نړۍ تر منځ د تعامل رامنځ ته کولو هڅې کوو


  • 10 مياشتي دمخه (31/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 390

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره کتلي دي. 

په کتنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او نړۍ تر منځ د تعامل رامنځ ته کولو هڅې کوي.

هغه د ډاکټر ناکامورا پروژو د بشپړولو تر څنګ، د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. 

سرپرست وزیر د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو جوړولو په برخه کې د جاپان هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې نړیوال باید په اضطراري حالاتو کې پر مرستو سربېره، د افغانستان په اساسي رغونه کې برخه واخلي.

په کابل کې د جاپان سفیر تر دې وړاندې د امر بالمعروف سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي وو، چې جاپان  افغانستان کې خپلو  فعالیتونو ته پراخیتا ورکوي.