اروپایي ټولنه له افغانستان سره لس میلیونه یورو مرسته کوي

اروپایي ټولنه له افغانستان سره لس میلیونه یورو مرسته کوي


  • 1 کال دمخه (23/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 390

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره لس میلیونه یورو مرسته کوي.   

د اروپایي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرسته د ساري ناروغیو او روغتیا بېړنیو پېښو ته د رسېدنې په خاطر کوي. 

دغه مرسته، چې نږدې ۷۵۰ ميليونه افغانۍ کېږي، د روغتيا نړيوال سازمان په واک کې به ورکړل شي. 

اعلامیه زیاتوي، دا مرسته به په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د روغتیا پاملرنې د ودې ورکولو په موخه ولګول شي او تر دوه میلیونو څخه زیات خلک به ترې ګټه واخلي.  

دغه مرسته د اروپایې ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو همکاریو د دوام پر بنسټ کېږي.‌ 

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د هرات له زلزله ځپلیو سره د اروپایي ټولنې د بشري مرستو جوپه کابل ته راورسېده.

اروپایي ټولنه داسې مهال یاده مرسته کوي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ډېری خلک روغتیایي خدماتو له نه لاسرسي شکایت کوي.