د ګاز نیول او يا په ژمي کې د بخارۍ له امله مرګ

د ګاز نیول او يا په ژمي کې د بخارۍ له امله مرګ


  • 1 کال دمخه (26/11/2023)
  • ډاکټر امان شمس
  • 559

هر هغه وخت چې د بخارۍ پيپونه بند وي، د سندلۍ په کوټه کې کړکۍ ټوله ورځ بنده وي، ګازي بخارۍ يا جنريټر په بنده کوټه کې چالاند وي، او يا د پخلنځي د پختن ګازي سامان سم نه وي لګول شوی، په دې وختونو کې په کوټه کې د کاربن مونو اکسايډ د ګاز راټولېدلو خطر شته. 

دغه ګاز چې نه خوند، نه رنګ او نه بوۍ لري، د انسان بدن ته له ننوتلو سره سم د انسان له وينې سره يو ځای کېږي او بيا وينې ته د دې اجازه نه ورکوي، چي اکسيجن له سږو څخه واخلي او نور بدن ته يې و رسوي. 

که دغه ګاز په زيات مقدار سره تنفس شي د انسان د مرګ باعث ګرځي.

 

⬅️ نښې نښانې:

د سر درد (تر ټولو عامه او عمده علامه ده)

- سرچرخي

- د ستړيا احساس

- کانګي او د خوا راګرځېدل 

- د نس درد

- ساه بندي

- مغشوش کېدل (ناروغ ګډې وډې خبرې کوي)