امریکا کې د پخواني افغان پوځ درې پیلوټان وژل شوي

امریکا کې د پخواني افغان پوځ درې پیلوټان وژل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (18/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 355

په امریکا کې د افغانستان د پخواني پوځ درې پیلوټان د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه الوتکه د اوریګون ایالت د «مک‌ مینویل» هوايي ډګر څخه د تمرین لپاره پورته شوې وه.  

سرچینې د دغې پېښې علت په هوا کې د برېښنا له پایې سره د الوتکې ټکر بللی دی.

د دغو پیلوټانو نومونه محمد حسین موسوي، محمد بشیر صفدري او علي‌ جان فردوسي ښودل شوي دي.   

امریکایي چارواکي وایي، دغو پیلوټانو له تېر کال راهيسې هلته روزنیزې الوتنې ترسره کولې.  

د یادونې ده چې دغه درې وژل‌ شوي پیلوټان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته امریکا ته تللي وو.