د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن سهار د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی دی.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې متقي به په تهران کې د فلسطين د قضیې په تړاو په مشورتي سياسي کنفرانس کې ګډون وکړي.
نوموړي لیکلي، چې دغه افغان پلاوی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
ټاکل شوې، چې د فلسطین نړیوال مشورتي کنفرانس سبا (شنبه) په تهران کې جوړ شي.