بلخ کې په یو جومات کې ۳۰ طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، چې نن سهار ۹:۲۵ دقیقې په بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو او ۶ بهرنیو اتباعو انجینرانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د یادې قول اردو له لوري په خپرې شوې خبر پانه کې راغلي، چې دغه پېښه د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ قُلتا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، چې طالبان د ماین جوړولو زده کړو باندې بوخت وو.
بل لورته وسله والو طالبانو ددې وژل شویو وسله والو په ګډون یې څه نه دي ویلي.