د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې لخوا د جوړې شوې غونډې راپور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفیع الله ستانکزي
  • 1119

 د  لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې او د لوګرولايت مقام د ځوانانو او لوګريانو د همغږۍ او د خپلو وياړونو د نازولو په پار يوه ستره او پرتمينه  غونډه جوړه کړې وه.

د  لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې او د لوګرولايت مقام په نوښت په کابل کې د هراټ رسټوراټ په سالون کې د لوګري ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او د  لوګري وياړونو د نمانځنې په موخه يوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه، چې د لوګر والي (الحاج ډګر جنرال عتيق الله لودين) ، د ټرانسپورټ وزير (الحاج حميد الله فاروقي)، د کابل پوهنتون استادان هر يو پوهاند ظاهر ستانکزي او نصرالله ستانکزي، احمد شاه پوپل د افغانستان د ځوانانو د ارګان عمومي ريس، جنرال ګل نبي احمدزي، جنرال علي شاه احمدزي، د لوګر د ولايتي شورا غړو، د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو،  يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو او لوګري ځوانانو په کې ګډون کړی و.

غونډه د 1388 د مرغومې په نهمه سهار 9:30 بجې پيل او د ماسپښين په 2 بجو پای ته ورسېده، غونډه د قاري فضل کريم لخوا د قرآن پاک د مبارکو ايتونو په تلاوت او د هېواد د ملي سرود په غږولو سره پيل شوه او ويندويي يې عصمت الله ستانکزي پرمخ بووله.

 ورپسې د لوګر ولايت والي ښاغلي عتیق الله لودين د لوګر ولايت د ځوانانو او محصلينو ټولنې څخه په مننې د لوګر ولايت په يو شمېر ستونزو او د ځوانانو ترمنځ په نه همغږی خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې تر خپله وسه پورې به د ځوانانو د روزنې په برخه کې د همدې او دېته ورته نورو ټولنو سره همکار وي.

ښاغلي لودين د لوګر ولايت په تاريخي کارنامو او وياړونو رڼا واچوله او د مرکزي دولت او د پارلمان د غړو د نه پاملرنې او نه همکارۍ څخه ستر وټکاوه او ځوانان یې د همغږۍ او تعليم په لور وهڅول او همدارنګه يې د دغه ډول غونډو جوړېدل اړين وبلل او ژمنه یې وکړه، چې د داسې غونډو په جوړېدو کې به تر بل هرچا ډېره مرسته د ده لخوا کيږي.

تر والي وروسته استاد نصرالله ستانکزی دريځ ته راوبلل شو او هغه په خپله عالمانه وينا کې وويل: چې ځوان بايد مثلث ډوله وي، 1- تجربه 2- مهارت  3- پوهه او جرات

هغه زياته کړه، چې زموږ ځوانان بايد دا درې ضلعې خپلې کړي او د هېواد په کچه ځان بیا آن په نړيواله کچه خپل ځای وګټي.

ښاغلي استاد نصرالله ستانکزي زموږ د هېواد د ځوان نسل د نه رابرسېرېدو اصلي لاملونه دا وښوول:

1-      د نه تحمل اصل – يانې د يو و بل وياړونه نه شو زغملی او نه غواړو، چې زموږ بل هېوادوال يا ځوان دې لوی وښوول شي او يا يې وښيو.

2-      زده کړې ته نه پاملرنه

او همدارنګه ښاغلي استاد ستانکزي د هېواد د بدبختۍ ستر لاملونه هم په ګوته کړل، نوموړي زياته کړه، چې: 1- تعصب         2- جهالت

کله چې زغم پيدا شي، تعصب له منځه ځي او کله چې جهالت ورک شي نو بیا د پرمختيا او پرمخيون دريڅې ټولو ته خلاصې شي.

په پای کې ستانکزي د خپلو خبرو لمن په دې راغونډه کړه، چې موږ بايد خپل وياړونه په ژوندوني ونمانځو او هڅه وکړو چې له هڅولو سره سره ورته زمينه هم برابره کړو، هغه د دې ټولنې دا  لومړنی ګام پر ځای وباله او هيله يې څرګنده چې دا بايد پيل وي، خو پاي نه، بلکې د دې لمن نوره هم ارته شي.

تر استاد ستانکزي وروسته یې رفيع الله ستانکزی راوغوښت؛ رفيع الله ستانکزي د دې ټولنې دا ګام په نېک فال ونيو او لوګر يې د ستورو او وياړونو کلی ونوماوه، هغه زياته کړه، موږ ډېر داسې ځوانان لرو، چې د هېواد په کچه وياړونه راوړي او حتا داسې مشران لرو، چې د نړۍ په کچه يې وياړ ګټلی، خو له بده مرغه چې چايې په يوه کوچنۍ غونډه کې يادونه هم نه ده، کړې.

 هغه د ډاکټر اشرف غني احمدزي او استاد نصرالله ستانکزي يادونه وکړه او له ولايت مقام او نورو اړوندو ادارو څخه يې د دوی د نه نمانځنې ګيله ګۍ هم وکړو او له ولايت مقام څخه يې د ځوانانو د همغږۍ کولو په برخه کې د مرستې هيله وکړه، چې دوی بايد د لوګر ځوانانو ته دا زمينه برابره کړي، تر څو هغوی خپل استعدادونه رابرسېره کړي او دغو ګلونو ته د سپړېدو چانس ورپه برخه شي.

تر رفيع الله ستانکزي وروسته د افغانستان د ځوانانو د ملي ارګان عمومي ريس محمد شفيق پوپل په خپلې وينا کې د دې ټولنې په اړه خبرې وکړې او د لوګر ولايت د ځوانانو په ستونزو یې رڼا واچوله،

 نوموړي د لوګر مشران دېته وهڅول، چې د خپلو ځوانانو له مرسته ځانونه ونه سپموي او د يو موټي کېدو لپاره يې هلې ځلې وکړي.

وار د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ترانسپورټ محترم وزير او د لوګر د سرتا سري شورا مشر ښاغلي حميدالله فاروقي ته ورغی، ښاغلي فاروقي د لوګر ځوانانو سره د هر اړخيزې مرستې ژمنه وکړه او ورته يې وویل، چې دوی بايد همداسې هڅاند او تاند اوسي، ځکه چې اوس نړۍ ډېر چټک پرمخيون کوي او موږ په ځانګړې توګه زموږ ځوان پښت بايد له نړۍ سره ځان غاړه غړۍ کړي. 

پوهاند ظاهر ستانکزي، جنرال علي شاه احمدزي، جنرال ګل نبي احمدزي، دولت احمدزي، د لويې پکتيا د پوهنې ريس الحاج محراب الدين شفق او د لوګر د ولايتي شورا ځينې غړو هم خپلې ويناوې د غونډې ګډونکوونکو ته واورولې، ټولو د لوګر ولايت د ځوانانو د يو همغږۍ او يو موټي کېدو هيله څرګنده کړه او له دولت څخه یې سر وټاکاوه، چې لوګر د نړۍ په کچه دوهمه درجه معدن لري، خو بیا هم لوګر د مرکزي دولت له پامه غورځېدلی ولايت ښکاري او هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

ټولو پرې دې ټينګار وکړ، چې په لومړيو کې لوګر د تعليم زانګو وه او بیا تر هغې وروسته يې د باب الجهاد نوم وګاټه او راځۍ چې اوس دې ولايت ته د سولې او ښوونې د زانګو لقب وګټو.

تر ويناوو وروسته وار د لوګر د محصلينو او ځوانانو د ټولنې لخوا ډېرو هغو لوګريانو ته چې په خپل خپل ډګر کې يې هېواد او په تېره لوګر ته وياړونه ګټلي ول ډالۍ ورکړل شوې.

لومړی نصرالله ستانکزي ته، چې په نړيواله کچه يې هېواد او په تېره بيا لوګر ته وياړ راوړی، د لوګر د والي الحاج ډګر جنرال عتيق الله لودين لخوا مډال ورپه غاړه شو

او بیا د افغانستان د ځوانانو د ملي ارګان د عمومي ريس لخوا ورته يو ګپ ورکړل شو، ښاغلي استاد ستانکزي ته د ټولنې لخوا برابر شوی ستاينليک او د ګلونو ګېډۍ هم ډالۍ شوه.

تر استاد نصرالله ستانکزي وروسته د ترانسپورت محترم وزير او د لوګر ولايت د سرتاسري شورا مشر الحاج حميدالله فاروقي لخوا رفيع الله ستانکزي ته مډال ور په غاړه شو

او د لوګر ولايت د محترم والي لخوا ورته ګپ ډالۍ شو، همدارنګه يې ښاغلی ستانکزی په ستاينليک او د ګلونو په ګېډۍ هم ونازوه.

تر ستانکزي وروسته د رزمي  لوبو اتل محمدالله رستم ته د ډاليو لړۍ پيل شوه، هغه يې هم په ورته ډاليو ونازوه.

تر دې وروسته د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د څلورو تنو چې د لوګر ولايت اوسېدونکي دي وار راغی، هر يو ښاغلی ريس احمدزی، نبي عيسی خېل، شاپور ځدران او دولت احمدزی، چې ښاغليو هريوه ته يې مډال، کپ، ستاينليک او د ګلونو ګېډۍ ډالۍ شوې او د والي لخوا ورته په لوګر کې د يوې يوې نمرې ځمکې او پنځوس زره افغانيو ژمنه هم وشوه، د ترانسپورټ وزير لخوا هم ورسره د پنځوس زره افغانيو ژمنه وشوه او د ولايتي شورا غړي وکيل احمدزي لخوا ورته د څلوېښتو زرو افغانيو ژمنه وشوه.

وار په لوګر ولايت کې د حسن قرأت د ګټونکي قاري فضل کريم ته هم د لوګر د ځوانانو او محصلينو لخوا برابر شوی ستاينليک او لوګر ولايت د والي لخوا ورته لس زره افغانۍ ډالۍ شوې.

تر دې وروسته هر يوه، د لوګر ولايت والي، د ترانسپورت محترم وزير صاحب، د لوګر ولايت ښاروال، د ټولنې ريس او مرستيال، د لويې پکتيا د پوهنې ريس، د و لايتي شورا غړې هما احمدي او وکيل احمدزي، د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد وحيدالله عبدالرحيمزي، استاد محمد شريف، لوګر د ځينو والسواليو والسوالانو او نورو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

د غونډې په پای کې د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې ريس ښاغلي حبيب الله لېوال ستانکزي هم د غونډې په اړه خبرې وکړې او د ټولنې او د لوګري ځوانانو د ستونزو په اړه يې خبرې وکړې او په لوګر کې یې د همداسې غونډې د جوړېدو ژمنه وکړه.

او غونډه د مولوي عبدالسلام لخوا د اختتاميه دعا په ويلو سره پای ته ورسېده او ګډونوال يې د ډوډۍ خوړلو ته راوبلل.