د چین پارلمان دونګ جون د دفاع وزارت د نوي وزیر په توګه ټاکلی دی.
د چین دولتي خبري اژانس شینهو د خبر له مخې، دونګ جو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د یاد هېواد د سمندري ځواکونو د عمومي قومندان په توګه دنده کوله.
تر دې وړاندې لي شانکفو د چین د دفاع وزیر په توګه دنده کوله؛ خو څه باندې دوه میاشتې وړاندې نوموړی له دندې ګوښه شو.
د لي شانکفو د ګوښه کېدو دلیل تر اوسه معلوم نه دی.