د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی د روانې اوونۍ چهارشنبې په ورځ کابل ته راځي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو کابل کې د یاد پلاوي د لیدنو لپاره چمتووالی نیولی دی.
سرپرست حکومت تر اوسه د دغه سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
سرپرست حکومت دوه اوونۍ وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه، ترڅو د واړو هېوادونو ترمنځ شته ناسم پوهای له منځه یوسي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ښاغلی فضل الرحمان په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.
کابل ته د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر سفر په داسې حال کې دی، چې په دېره اسماعیل خان کې تر خونړي برید وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې.