په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د لسو شتمنو کسانو شتمني!

په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د لسو شتمنو کسانو شتمني!


  • 6 مياشتي دمخه (06/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 612

د فوربز اقتصادي مجلې د تازه راپور په اساس، د نړۍ لس تر ټولو شتمن کسان په مجموعي توګه 1.47 ټريليون ډالر شتمني لري. دوی په 2023 کال کې 350 ميليارد ډالر نوره شتمني ګټلې. د سپيس ايکس، ټسلا او ايکس شبکې مشر ايلن ماسک په 2024 کال کې د 250 میليارد ډالر شتمنۍ په درلودو د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ځای نيولی او يواځې په 2023 کال کې يې 113 ميليارد ډالر ګټلي.

د ماسک په اړه ویل کېدل چې د 44 ميليارده ډالرو په قيمت د پخواني ټوېټر او اوسني ايکس په اخيستلو يې لويه تېروتنه کړې خو د اټکلونو برعکس، ايکس په 2023 کال کې تر فيسبوک، انسټاګرام او وټس اپ ډېر کاروونکي او عايد درلود او د يوې ثابتې او باوري سوشل ميډيا په توګه يې اغېز په زياتېدو دی.