خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
ډیلي ټلګراف د پولیو د واکسیناتورانو په کاروان د وروستي برید په غبرګون کې د یو راپور په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د واکسین په وړاندې د توطیې نظریه په پاکستان کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په لاره کې لوی خنډ دی.
دې ورځپاڼې پرون یو راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي، په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره له یوې لسیزې راهیسې د سخت دریځو ملایانو له مخالفت او شکونو سره مخامخ دي.
پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر امنیتي ځواکونو د برید په پایله کې د پولیو پنځه واکسیناتوران وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني طا لبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې چاودنې مسووليت پرغاړه اخيستى او ویلي یې دي چې دا بريد د پوليو واکسيناسيون په کمپاين پورې اړه لري.