د استاد پسرلي پر شاعرۍ د ډاکټر احسان الله درمل خبرې

د استاد پسرلي پر شاعرۍ د ډاکټر احسان الله درمل خبرې


  • 7 مياشتي دمخه (13/01/2024)
  • کامران احمدزی
  • 690

د استاد پسرلي پر شاعرۍ د ډاکټر احسان الله درمل خبرې، چې کامران احمدزي لیکنیزه بڼه ورکړې

 

 

"بسم الله الرحمن الرحیم

له تاسو ټولو مننه، چې د غربت په دیار کې د یو عظیم شاعر یاد کوئ او د هغه پر شعر او هنر خبرې کوئ!

زه بختور یم، چې له استاد پسرلي سره زیات وخت پاتې شوی یم او ډېره زده کړه مې ورنه کړې.

استاد پسرلی زموږ په زمانه کې تر ټولو لوی شاعر وو، دی نه یوازې په پښتو؛ بلکې د استاد په زمانه کې په دري او اردو ادب ې هم د ده په سبک او سویه هیڅ شاعر نشته.

د فارسي ادب ځینې کره کتوونکي سهراب نسیري هم د هندي سبک شاعر ګڼي؛ دا سمه ده، چې د هغه سپین شعر به د هندي سبک خوند او رنګ لري؛ خو دا چې هندي سبک د غزل شاعري ده؛ نو ځکه د غزل په شاعرانو کې بل داسې څوک نشته، چې د استاد په څېر شاعري وکړي.

په هر بیت کې دوه درې تصویره، په هر غزل کې د هندي سبک ځانګړې خاصې، د نویو او بکرو افکارو وړاندې کول، د استاد لویې ځانګړنې دي.

نو تر استاد پسرلي را روسته د هندي سبک لویه دوره پای ته رسیږي او دا سبک بل دومره لوی پالوونکی نه لري.

که څه هم د استاد له کبله به یو شمېر ځوانان هڅېدلې وي، چې په دې سبک کې څه ولیکي، خو دا سبک دومره لویې سویې ته رسول د استاد په څېر شخص ته اړتیا لري او سخته ده، چې په دغه  سبک کې اوسنۍ شته تشه  زموږ په شاعرۍ کې ډکه شي.

د استاد قدر یوازې باید پر دې ونه شي، چې دی د هندي سبک شاعر دی، لوی شاعران په سبک پورې نه وي تړلي، خوشال خټک، رحمان بابا، حمزه بابا، علي خان او نور ډېر لوی شاعران لرو، چې د هندي سبک شاعران نه دي؛ خو لوی شاعران دي.

په معاصره دوره کې کاروان صیب، دروېش درانی، سایل صیب او نور ډېر لوی شاعران شته، چې د هندي سبک شاعري نه کوي، خو لوی شاعران دي، ؛ نو ویلی شم چې د استاد عظمت په سبک کې نه دی نغښتی.

هر سبک کولای شي، چې لوی شاعران ولري، خو لوی شاعران په یو وخت په څو ابعادو کې لوی شاعران وي.

موږ او تاسې په ریاضیاتوو کې وايو چې د دوه نقطو ترمنځ لنډې فاصلې ته خط وايي؛ خو که څو خطونه په مختلفو برخو کې سره قطع شي، نو بیا سطحه ورنه جوړیږي، یا د سطحو له امتزاج نه جسم جوړیږي.

مثلا: یوه کوټه فرض کړئ، چې طول یې یو خط، جګ والی یې بل خط، پلن والی یې بل خط او دا خطونه چې ټول سره یو ځای شي، نو یوه سطحه جوړوي

کوچني یا متوسط شاعران  داسې وي، چې په یو محور کې وړاندې تللي وي.

ځینې شاعران شته، چې د تخیل په برخه کې نوي تصویرونه جوړوی شي، ځینې شاعران بیا نوی مضمون لري، خو موسیقي نه لري، ځینې شاعران شته، چې سیقل شوې ژبه لري، خو بیا موسیقي نه لري، ځینې شاعران څپاند عواطف لري؛ خو د عواطفو لپاره  تصویرونه نشي جوړولی.

لوی شاعران بیا په ټولو برخو کې انسان ته قناعت ورکوي.

زموږ په شعور کې څو برخې دي، د تخیل ساحه، د فکر ساحه، د عواطفو ساحه، د موسیقي او اهنګ نه د خوند اخیستلو ساحه...

کله چې لوی شعر اورو، نو دا ټولې برخې اشباع کېږي او سرور راکوي.

کوچني شاعران بیا کولای شي، چې ستا یوه برخه په حرکت راولي، مثلا که ستا عاطفه راپاروي، خو منطق نه شي ارزاع کولای.

ځینې شاعران ستا د موسیقي ذوق نه شي اشباع کولای؛ خو لوی شاعران بیا ستا سامعه نازولی شي، ستا فکر تسکینوی شي، ستا تخیل او عواطف مشبوع کوی شي.

دغسې شاعران چې په یو وخت ستا شعور مختلفو برخو ته سرورو ورکړي، هغوی ته بیا لوی شاعر وايي او که زموږ په معاصره شاعرۍ کې دوه، درې  داسې کسان وي، نو یو په کې صدیق پسرلی دی.

د شاعرۍ ډېرې لویې ساحې تخیل، فکر، عاطفه، اهنګ او ژبه ده؛ موږ چې کله د شاعر سکیج جوړو، نو په همدغو ساحو کې یې جوړو او کله چې بیا شاعران سره په ریاضیکي ډول مقایسه کوو، نو له همدې لارې یې سره پرتله کوو، چې یو شاعر په کومه پوړۍ کې ده.

مثلا: یو د فکر په کرښه له صفر نه څومره لرې تللی، د تخیل په محور کې دی په کومه پوړی کې دی، چې دی په استعاره کې دی، سیمبول کې دی، استطوره کې دی؟

دغه راز د فکر او عواطفو په نقطو هم د شاعر عظمت او لوی والی سنجوولی شوو، دا که څه هم ریاضیکي محاسبه لري، خو په ادبیاتو کې هم موږ دا سره تللی شو، چې منطقي او اسانه هم ده.

دا د لوستونکو لپاره د فهم وړ هم ده، چې موږ ورته شاعران په ریاضیکي ډول وتلو، چې د ده فکر څومره ځمکه نیسي.

 

زه په دې لنډه ویډیو کې نه شم کولای، چې د استاد پسرلي عظمت بیان کړم او ووایم، چې د ده فکر څومره ځمکه نیسي.

یو دا، چې دا مقایسه ځینې مسئلې ر ولاړوي او زه نه غواړم، چې د چا زړه خفه شي او بل دا، چې په دې ویډویو کې دا ممکنه نه ده؛ خو په دې ټولو عناصرو کې زه غواړم یوازې په یوې وړې نقطې یو څو خبرې کوم.

 

تاسې د تخیل محور فرض کړئ!

 د تخیل په محور کې موږ څلور پوړۍ لرو، چې ټیټه یې تشبیه، دویمه استعار، دریمه یې سیمبول او څلورمه یې اسطوره.

که له دې نورو پوړیو تېر شو، او یوازې د استاد پسرلي تشبیهات له نورو شاعرانو سره مقایسه کړو؛ چې دا تشبیهات څه ډول او کومې ځانګړنې لري.

تشبیهات تاسې پوهېږې، چې د یو شي په واسطه د بل شي تصویرول دي.

په تشبیه کې یو تصویر دی، یو ایډیا؛

مثلا: د لیلا زلفې د شپې په څېر دي، قد یې د سروې په څېر په دې کې قد او زلفې ایډیاوې دي، سروې او شپه تصویرونه دي؛ نو په تشبیه کې ډېره برخه د مشبه به ده، داچې شاعر څه شی تصویري، ، نو دا د ده په اروا، او تمایلاتو پورې اړه لري، چې په کومو کیفیتونو یې را وړاندې کوي، خو دا چې دا تصویرونه له کوم چاپیریال را اخلي، کومې ځانګړتیاوې لري، له نورو شاعرانو سره یې توپیر څه دی، او څه ډول یې وړاندې کوي، دا لوی بحث دی.

 

که تاسې د استاد پسرلي، مشبه بهات یا تصویرونه وګورئ، نو ډېره جالبه ده او ان کتابونه ورباندې لیکل کېږي.

لومړی دا دی ، چې د استاد تصویرونه ۹۰ سلنه نوي دي، چې د نورو شاعرانو په شعرونو کې نشته، دا ټول نوي دي او ده خپله پیدا کړي.

دویم دا چې دا تصویرونه د ده د مستقیمې مشاهدې زېږنده دي، چې دا ډېر لوی رول لري.

دریم د استاد پسرلي تصویرونه له خپل هېواد نه را اخیستل شوي دي، د هېواد له غرونو، خلکو، دودـ دستور، فرهنګ، چاپیریال، موسمونو، مرغانو، کورنیو او لنډه دا چې ټول افغانستان په تصویرونو کې وړاندې شوی.

دا ډېره مهمه ده، چې د شاعر د تصویرونو منبع څه شی دی؟ کېدای شي، د یو شاعر د تصویرونو منبع ستوري، اسمانونه، سپوږمۍ او کهکشانونه وي، ښايي د بل ځمکه وي، خپل محیط وي، د بل شاعر تصویرونه ښايي له دین را اخیستل شوي وي.

دا د شاعر په تمایلاتو پورې اړه لري، خو  د استاد پسرلي ټول تصویرونه له خپل وطن څخه را اخیستل شوې، کله چې د استاد شاعري لولې، نو فکر کوې، چې ټول وطن ګورې، له کوکچې او پامیر رانیولې، پښتونخوا او ټول افغانستان په کې تصویر شوی.

د پامیر وګړي خوب کوې په ناسته

بې زحمته په راحت کې ارام نشته

 

هغه پامیر چې له موږ لرې ده، خو د استاد په شعر کې یې تصویر شته.

 

زړه کې تلوسه چې مې وروستي خبر ته ناسته وه

ته وا، د کوکچې د غاړې شګه زر ته ناسته وه

 

د استاد پسرلي د نظمونو نوې ټولګه د تشبیهاتو له لحاظه زیاته غني ده او که فکر پرې وشي، ډېرې نوې تشبیې ګانې په کې دي.

 

مالټې او سنترې چې په شنو پاڼو کې پخې شي

را یادې د کوزې د دستماله د سرو قبې شي

 

د کوزې د ستمالونه د کوژدو هغه دستمالونه دي، چې ځنډي به یې لرل، په پښتنو سیمو کې چې چاته دستمال راوړي، نو هغه دستمالونه یې یو ډول ځنډي لري، چې استاد د ننګرهار مالټې او سنترې ورسره تشبیه کړي.

د کوزدې د دسمتال له قبو نه نیولې، د کوکچې د غاړې شګو پورې، له هغو وېښتو پورې چې زموږ او ستاسې خویندې او میندې یې په دېوالونو کې ږدي.

 

 د دېوالونو په چولو کې ږدي توی شوي وېښته

زه هم په څمڅه کې بې دردې دونیا پرېښودمه

 

د دیوالونو په چولو کې اېښودل شوي ويښته افغانستان نه در یادوي؟

نا ویسا سترګو پسې ډېرې اوبه وشېندلې

د نامالو پړاو په ورک منزل چې لاړه چیغه

په مسافرو پسې اوبه شیندل افغانستان نه در یادوي؟

 

وخت له موږ هم جوړ کړل د شیبر غنم

هر یو مو تر ژرندې دی، زړه شین وړی

 

شیبر د بامیانو یوه یخه ولسوالي ده، چې غنم یې پوخوالي ته نه رسیږي او همداسې خام ریبل کېږي او ژرندې ته وړل کېږي.

 

دا تاسې ته شیبر نه در یادوي؟

 

یانې د استاد د شاعرۍ هر تصویر چې وګورئ، د هېواد یوه برخه به در یادوي، یا به سیند دریادوي، یا به یو ولایت در یادوي، مارغه، ځنلګ یانې حتمي ده، چې یو نه یو وطني شی به در یادوي.

د استاد وروستي نظمونه تر ډېره د هېواد په اړه لیکل شوي، په دې کې دومره جالب تشبیهات دي او یوازې یې که تاسې تشبیهات وګورئ، نو فکر کوئ چې وطن ګورئ!

زما په نظر ملي شاعري دې ته نه وايي، چې یو څوک په خوله چیغې ووهي، چې زموږ ملت زنده باد، زموږ وطن زنده باد...

ملي شاعري هغه ده، چې د ملت جغرافیې، د ملت چاپیریال او د ملت روحي حلول یې په کې کړی وي.

ختیځ پوهان د پښتو  لنډیو په اړه  وايي، خدای مه کړه که پښتانه ورک شي، نو کولای شو، چې د هغوی له لنډیو بیرته پښتانه او د هغوی کړه وړه را وباسو، لکه څنګه چې له محلول نه هغه محلله ماده را اېستل کېږي.

زه وایم، خدای مه کړه، که په طبعي حوادثو کې د افغانستان جغرافیه ورکه هم شي، د استاد پسرلي له شاعرۍ یې را اېستلی شو.

دا جغرافیه، محیط، روحیه، خلک... د استاد پسرلي په شاعرۍ کې دغومره حل شوې، چې ورته کېنې، نو ټوله ترې را اېستل کېږي.

زما په نظر، افغانستان د یو بل هیڅ شاعر په روح کې داسې حلول نه دی کړی، لکه د استاد پسرلي په شاعرۍ کې.

نو په دې لحاظ د استاد پسرلي شاعري که د هندي سبک، د لویو افکارو، د عواطفو له کبله که ارزښت لري، دا بیل بحث دی؛ ولې تر ټولو مهم ارزښت دا دی، چې د ده په شاعرۍ کې ټول افغانستان رانغښتی.

دده په شاعرۍ کې افغانستان وطن او خلک داسې حل شوي، چې د ده د شاعرۍ له زرې زرې نه، د ده له جملو نه، د ده د شاعرۍ له سمبولونو استعارو او اسطورو نه افغانستان را اېستلی شئ.

که تاسې په غزلبڼ کې ګرځئ، نو په یو کتاب کې نه ګرځئ، بلکې په افغانستان کې ګرځئ او په دې لحاظ هغه څوک چې غواړي، څو شېبې په خپل وطن کې وګرځي، د خپل وطن له دودونو سره بلد شي، نو د استاد شاعري دې ولولي.

دا د مهاجرت درد اسانوي.

د استاد شاعري له ډېرو اړخونو نه اهمیت لري او ډېرو اړخونو نه ورباندې خبرې کېدای شي.

له بده بخته زموږ زمانې داسې نقاد پیدا نه کړ، چې استاد وشاربي، خدای دې موږ ته دا توان راکړي!

د استاد شاعري له یو اړخ نه؛ بلکې له ګڼو اړخونو د لوستو او اورېدو شاعري ده، او هر څوک یې چې ولولي په روحي، عاطفي او فکري لحاظ تغییر راولي.

د خوشال خټک شعر دی، چې:

 

په بوسه د شکر لبو زړه ځوانیږي

دا خبره تجربه ده د خوشال

 

د استاد د شاعرۍ باندې انسان له وطن سره اړیکه پیدا کوي، هغه عواطف تجربه کوي چې لا یې نه دي تجربه کېږي.

د دې ټولو نالیدلو جهانونو او نالیدلو جزیرو د تجربه کېدو لپاره تاسې ټول باید د استاد شاعرۍ ولولئ، د هغه په تخنیکونو او مختلفو اړخونو فکر وکړئ، خپله هم ورباندې ځان پوه کړئ او نورو ته یې هم ور وښیئ

 

له بده مرغه چې څو کاله وړاندې موږ د استاد په اړه دوه درې ښې مقالې هم نه لرلې، چې استاد ورباندې وپېژندل شي، خو اوس اوس ورو ورو د ده د شاعرۍ مینه وال زیاتیږي، د سبک پلویان یې زیاتیږي او هر څومره چې وخت زیاتیږي هغومره د ده عظمت راڅرګندېږي، خو زموږ په زمانه کې د ده د عظمت راڅرګندېدل راته کم بریښي، خو له بل پلوه دا چاره سختیږي هم، ځکه هغه خلک چې د استاد د  شاعرۍ تصویرونو  او د ده د شاعرۍ په کوډونو پوهیږي، هغه کم دي.

 د هغوی مسوولیت دا دی، چې د ده د شاعرۍ کوډونه را وسپړي او ټولو ته یې د پوهېدو وړ کړي.

له تاسې ټولو مننه"