پر بشري حقونو د څار سازمان مشرې د افغان ښځو پر نیولو اندېښته څرګنده کړې

پر بشري حقونو د څار سازمان مشرې د افغان ښځو پر نیولو اندېښته څرګنده کړې


  • 1 کال دمخه (14/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 362

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره زیات کار ته اړتیا ده.

د یاد سازمان مشرې هیدر بار په وروستیو کې د یو شمېر افغان مېرمنو پر نیولو د اندېښنې تر څنګ ویلي، په کار ده چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط خرابیږي، نو په دې برخه کې د وضعیت عادي کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

هیدربار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند په کابل کې د نیول شویو میرمنو په اړه د یوناما راپور ته په غبرګون کې لیکلي وو، چې په افغانستان کې د میرمنو د بد وضعیت په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي او له هیچا سره زور زیاتی نه کېږي.