په افغانستان کي د بهرنيو ښکېلاکگرو نماينده چي ځان ته افغان او د افغانانو اولس مشروايي غواړي چي په افغانستان کي پر هر عاقل او بالغ نارينه وگړي انتهاري يا خودکشي اجباري يا لازمي کړي. حامد کرزي د 2010 م مېلادي کال د جنورۍ په ۳ يمه نېټه په هلمند کي اعلان وکړی چي غواړي په افغانستان کي يو ځل بيا عسکري اجباري کړي. خو د افغانستان په اوسني حالت کي عسکري کول د خودکشۍ مانا لري.
افغانو مېندو ته د اجباري عسکرۍ زور د خلقيانو او پرچميانو په دوره کي ور معلوم سوی دی. که له يوې خوا د روس گوډاگي حکومت په کوڅو او بانډو کي ځوانان نه پرېښودل او په زوره به يې عسکرۍ او پدې توگه جنگ ته کشول نو له بلي خوا بعضو توپکمارو ډلو چي ځان ته يې جهادي ډلې ويلې او بعضي يې اوس پخپله د امريکې لخوا په منځ ته راغلي حکومت کي ونډه لري دغه ځوان عسکر ژوندي نيول او د نړۍ والو او اسلامي جنگي قوانينو پرضد يې د هغوی غاړي پرې کولې. افغان ځوانان دې ته اړباسل کېدل چي يا خو يوې خوا ته ولاړ شي او يا بلې خوا ته. هغه چا چي عسکري کول نه غوښتل مجبوره ؤ چي د حکومت پر ضد وسله واخلي او يا هم د هيواد څخه دباندي وتښتي.
د لوېديځه هيوادونو عسکر نور د کورني فشار له وجې په افغانستان کي زيات نه سي پاته کېدلای. اوباما له وړاندي له د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو د پېل نېټه اعلان کړېده او د المان د دفاعي چارو وزير هم پدې لټه کي دی چي د خپلو عسکرو د ايستلو نېټه تعين کړي او په همدې راز بريتانويان. د لندن په کانفرانس کي به د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټه وېله پر دې خبره ټينگار وکړي چي افغان حکومت په روان مېلادي کال کي لا د خپل هيواد د بعضو سيمو کنټرول تر لاسه کول پېل کړي او قرار قرار بهرني ځواکونه د جنگ د صحنې څخه ليري سي. خو د يوه داسي افغان پوځ چي د مخاليفينو سره جگړه توده وساتلای سي لپاره زياتي پيسې پکار دي چي لوېديځه هيوادونه يې نور مصرفول نه غواړي. له بلي خوا دوی دې ته لېواله دي چي په افغانستان کي خپل گوډاگی حکومت ولري. لکه څنگه چي شوروي د افغانستان څخه د وتلو وروسته اول د ډاکټر نجيب حکومت او بيا روسيې د رباني حکومت د خپل غېر مستقيم ښکېلاک په توگه کارول، په همدې توگه اوس لوېديځه ښکېلاکگر غواړي چي په افغانستان کي هم د کرزي حکومت او يا هم د کرزي څخه وروسته د يو بل گوډاگي په مرسته د افغانستان پر خلکو حکومت وکړي. خو ددغو ناروا ارادو لپاره به افغان بچيان قرباني کيږي. دا چي تر اوسه پوري د مجبوريته او يا هم د لوږې د افغانستان په اردو کي ځوانانو خپل سرونه خاوري کول يوه خبره وه. خو دا چي اوس به دغه ځان وژنه اجباري کيږي نو د راتلونکو لسيزو د جگړې لپاره به افغان ځوانان جبرا د جگړې بارود کيږي او دغه يوه ډېره خطرناکه خبره ده.
زه پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي د کرزي ددغه هوډ پر ضد دي ږغ پورته کړي چي په افغانستان کي عسکري اجباري کول غواړي. هر هغه افغان چي ددغه ناوړه تکل پر ضد خپل ږغ نه پورته کوي او ددې سره موافق دی نو په لومړي سر کي دي اول خپل زوی و ملي اردو ته ولېږدوي او تر کرزي، رباني، سياف، احدي، مخدون رهين، مارشال فهيم، استاذ عطا او رشيد دوستم او د هغوی تر واکدارۍ دي يې قربان کړي. او که يې خپل زوی نه پېرزو کيږي نو بايد چي د نورو افغانو بچيانو د جبري لېږد په وړاندي بايد خپل غبرگون وښيي، پر سړکونو راووزي او د کرزي او د بهرنيانو د دغه ناوړه تکل په وړاندي سوليزه احتجاجونه تر سره کړي. موږ بايد نور په افغانستان کي وجگړې ته د پای ټکی کښيږدو او نور خپل بچي تر ربانيانو، کرزيانو، ببرکانو، نجيبانو او دوستمانو قربان نه کړو.
کله چي د هيواد څخه ښکېلاکگر ووتل، سوله راغله او جگړه ختمه سوه نو بيا به د عسکرۍ پر اجباري کولو فکر کوؤ. خو د يوې سمبوليکه لويي جرگې او يا هم د اولس مشر يا پارليمان له لوري د جگړې په حالت کي عسکري اجباري کول د هيڅ افغان لپاره د منلو وړ خبره نده. که بيا هم دغه کار وسي نو د حکومت پر ضد به د وسله والو مخاليفينو شمېر لا هم زيات سي او د افغانستان جگړه به لا خونړۍ او لا ناولې سي چي زموږ د هيواد يو بل نسل به وخوري او ښايي په ترځ کي يې د افغانستان تماميت له گواښ سره مخامخ سي.