جک سلیوان: له چین سره ټکر باید د بل سوړ جنګ سبب نه شي

جک سلیوان: له چین سره ټکر باید د بل سوړ جنګ سبب نه شي


  • 10 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 321

 

امریکا وايي، له چین سره د جګړې نه؛ بلکې په ګډه د اهدافو د ترلاسه کولو تګلاره لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلسوان په واشنګټن کې یوې څېړنېزې ادارې ته د وینا پر مهال ویلي چې له چین سره سیالي باید د کړکېچ، ټکر او یا نوي سوړ جنګ سبب ونه ګرځي.

نوموړي ویلي، له  چین سره د امریکا تګلار په پانګې اچوونې، د خپلو اهدافو سمون او سیالي پر پالیسۍ ولاړه ده.

هغه د امریکا او چین اقتصاد له یو بل پورې تړلی یاد کړ او زیاته یې کړه چې د جګړې خطر کمول هم د دواړ ګډې ګټې دي.
 سلیوان یو وار بیا د تایوان مسئله د دواړو لورو لپاره خطر وبلله او ټینګار یې وکړ، چې که د چین په سویل، ختیځ سمندرګي او تایوان تنګي کې د چین حرکتونه دوام ولري؛ نو دوی به یې له خپلو ائتلافونو سره په ګډه په شا وتمبوي.

جک سلیوان په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د چین له بهرنیو چارو وزیر سره هم په دې اړه خبرې کړې وې.