مولوي کبیر: داعش ډله مو په بشپړ ډول ځپلې

مولوي کبیر: داعش ډله مو په بشپړ ډول ځپلې


  • 10 مياشتي دمخه (15/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 272

په داسې حال کې چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د افغانستان او تاجیکستان پولو ته څېرمه د داعش ډلې په زیاتوالي اندېښنه ښيي؛ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیا وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپلې.

مولوي عبدالکبیر ختیځ ته د خپل سفر پرمهال د ختیځ زون د ۹۹۹ شمشېر ملي او عملیاتي قطعې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې ځواکونو یې د یادې ډلې پر وړاندې په ښه ډول مبارزه  کړې.


له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه په خپلو خبرو کې امنیتي ځواکونو ته ویلي چې هیچاته د مخالفت اجازه ورنه کړي.

مولوي کبیر زیاته کړې، موقفونه باید د مسوولیت په توګه وپېژندل شي او د هېواد د ساتنې او ابادۍ لپاره باید ورڅخه کار واخیستل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو د افغانستان او تاجکستان پولو ته څېرمه د داعش ډلې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښوودلې ده.