د پکتیا په دنډه پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه نن سهار د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شوې.
یاده دروازه د پکتیا د سوداګرۍ خونې او پاکستاني سوداګرو په منځګړیتوب بېرته پرانېستل شوې.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې مشر حسیب الله ګردېزي ویلي، چې دواړو لوریو ته په توکو بار ولاړو موټر ته اجازه ورکړل شوې، چې پر دې لارې تګراتګ وکړي.
د هغه په خبره، د لارې بندېدو له امله پاکستان لوري ته د افغان سوداګرو تازه سبزي، چې هېواد ته یې رالېږدوله، لهمنځه تللې.
له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله تړل شوې وه.