د برېتانیې کابینې؛ له خپل وزیر څخه افغانستان کې د جنګي جنایتونو ثبوت غوښتی

د برېتانیې کابینې؛ له خپل وزیر څخه افغانستان کې د جنګي جنایتونو ثبوت غوښتی


  • 9 مياشتي دمخه (27/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 267

 

د برېټانیا د کابینې د جانی مرسر په نوم هغه وزیر ته د ثبوت وړاندې کولو لپاره لس ورځې وخت ورکړی، چې د خپل هېواد سرتېري یې په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن کړي وو.

نوموړی ویلي، چې د برېټانیې سرتېرو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کالونو کې په افغانستان کې جنایتونه کړي؛ خو سرچینه یې نه وه په ډاګه کړې.

د نوموړي دا څرګندونې د محکمې له توند غبرګون سره هم مخ شوې وې.

بل لورته بیا ګارډین ورځپاڼې لیکلي، چې که نوموړی په دې موده کې خپل ثبتونه وړاندې نه کړي؛ نو ښايي له احتمالي زندان سره مخ شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اسټرلیا سرتیري هم په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن شوي دي.