د ناروې سفیر: د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندل د هیڅ لوري په ګټه نه دي

د ناروې سفیر: د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندل د هیڅ لوري په ګټه نه دي


  • 9 مياشتي دمخه (28/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 302

په کابل کې د ناروې سفیر وايي، د نړۍ له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د دواړو لوریو په ګټه نه دي.

نوموړي تېره ورځ د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

پاول کلومن بیکین په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو خپل پخوانی قوت له لاسه ورکړی او دوی هم د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کلومن په دې لیدنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اېستل د اندېښنې وړ بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ورغیږي.

په همدې حال کې سیاسي مرستیال ویلي، چې د ځینو لوریو له خوا د ځینو امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت اچول کېږي چې له دوی سره هیڅ تړاو نه لري.

هغه ویلي، هېوادونه باید خپل داخلي مسائل حل او خپل امنیت خپله وساتي.

نوموړی یو وار بیا له ټولو ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره د متوازن سیاست په لرلو ټینګار کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هلته د وروستیو نا امنیو په اړه ویلي، چې دا ډول پېښې د هغو ډلو له لوري رامنځته کېږي، چې د افغانستان په خاوره کې شتون لري؛ خو اسلامي امارت تل د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې بې اساسه بللې دي.