ایران: نړیوال سازمانونه دې په افغانستان کې لومړیتوبونه درک کړي

ایران: نړیوال سازمانونه دې په افغانستان کې لومړیتوبونه درک کړي


  • 8 مياشتي دمخه (13/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 294

ایران: نړیوال سازمانونه دې په افغانستان کې لومړیتوبونه درک کړي

ایران وايي، د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب باید د افغانانو امنیت، پرمختګ او هوساینې تامنیول وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اتونبایوا سره په کتنه کې ویلي چې نړیوال سازمانونه باید په افغانستان کې لومړیتوبونه په درک کړي.

باقري دغه راز کې افغانستان ته له بهره پر زده کړو سمبالو افغانانو راستنېدو او د هغوی له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې لپاره د زمینې برابرولو یادونه کړې ده.

. په دغه کتنه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې شوې دي.

په همدې حال کې د یوناما مشرې غوښتنه کړې، چې ایران باید له نړۍ سره د افغانستان په تعامل کې مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې یوناما تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې له انزوا څخه د افغانستان د راوتلو لپاره باید له اسلامي امارت سره تعامل وشي.