د ارشا حج او اوقافو وزارت سرپرست ویلي، د اسرائیلو له ظلم څخه د فلسطینیانو خلاصول د اسلامي نړۍ له یووالي پورې تړلې مسئله ده.
مفتي نور محمد ثاقب د ترکې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو شورا ناستې ته د خبرو پر مهال ویلی چې اسلامي نړۍ باید د دغو جنایتونو پر وړاندې مخالفت وکړي او په قاطع ډول خپل ملاتړ اعلان کړي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت پر د فلسطین د روان ظلم په اړه سخت دردمند دی.
د یادونې ده چې نوموړي تېره ورځ د یادې ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره هم کتلي چې د افغانستان پر وضعیت سربېره یې د اسلامي نړۍ په اړه هم خبرې کړې دي.
د اسلامي نړۍ د علماوو شورا ناسته د ترکیې په کوربه په استنبول کې تېره ورځ پیل شوې، چې دوې ورځې دوام کوي.