د کابل ښار ۱۲ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
نن سهار د کابل ښار احمد شاه بابا مینې، بت خاک څلور لارې سره نږدې د ۱۲ امنیتي حوزې اړوند پولیسو ډزې شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی دی.
عینی شاهدان وایي،بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخېستی.