د سعودي عربستان وليعهد شاهزاده بن سلمان د فلسطین ملي حکومت له مشر محمود عباس سره په ریاض کې لېدلي.
په دې لېدنه کې دواړو لورو په غزه او د هغې شاوخوا سیمو کې د شخړو پر زیاتوالي خبرې اترې کړې دي.
سلمان یو ځل بیا له فلسطینیانو د ریاض پر ملاتړ ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د فلسطینیانو له حقونو دفاع ته چمتو دي.
نوموړي له محمود عباس سره په لېدنه کې دا هم ویلي چې له نړیوالو سره په ګډه په دې هڅه کې دي تر څو په سیمه کې شخړې راکمې کړي.