د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۱ تنو زده کوونکو په ګډون ۴۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
یادې کونسلګرۍ تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول شوي وو او د بند مودې تر بشپړېدو وروسته بېرته خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه شمېر کسان د یادې کونسلګرۍ او سرپرست حکومت په مالي لګښت افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دا خبر په داسې مهال ورکول شوی، چې تېره اوونۍ د کډوالو چارو وزارت هم خبر ورکړی و، چې د یاد هېواد له زندانونو څخه ۶۶ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.