له کندهار څخه د ۳۷ ملیونه ډالرو وچه مېوه صادر شوې

له کندهار څخه د ۳۷ ملیونه ډالرو وچه مېوه صادر شوې


  • 3 مياشتي دمخه (22/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 104

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ویلي، د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو څلورو میاشتو کې له یاد ولایت څخه د ۳۷ ملیونو او ۸۹۶ امریکايي ډالرو وچه مېوه صادر شوې ده. 

 

د یادې خونې د عامل مدیر انجنیر عبدالباقي بینا سمسور نیوز ته ویلي، چې د دغې مېوې حجم ۱۲ زره او ۲۰ مټریک ټنه وو او ډېره برخه یې کشمش، شکرپاره، بادام او انځر وو. 

 

د بینا په خبره، دا مېوه تر ډېره پاکستان، چین، هندوستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېودوانو ته صادر شوې ده.

 

د معلوماتو پر اساس، تېر کال له کندهار څخه بهر ته ۴۲۰ زره مټریک ټنه وچه او لنده مېوه صادر شوې وه.