کونړ کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 102

له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس وژل شوی او نهه تنه نور ژوبل شوي دي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا سېلابونه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمتک، کوډو او شالو سیمو کې د زیاتو بارانونو له امله رامنځته شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو سېلابونو له امله په دغو کلیو کې ۸۵ کورونه ویجاړ شوي، ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، دوه کیلو متره سړک ویجاړ شوی او  ۳۰ سره څارو‎ي هم تلف شوي دي.

دا مرګ ژوبله داسي مهال رامنځته شوې، چې هوا پېژندنې ریاست لخوا نن هم د دغه ولایت په ګډون په ۲۶ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او توندو بادونو اټکل شوی دی.