د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو (Hengaw) وايي، د ایران حکومت د یاد هیواد د زاهدان ښار په مرکزي زندان کې دوه تنه افغانان په دار ځړولي دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سعیدالله زیري او عاصم چاریکاري په نومونو دغه افغانان د روانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه په دار ځړول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغانان د نشه يي توکو په تور په دار ځړول شوي دي.
دا کسان داسې مهال په دار ځړول شوي، چې د تېري فبروري میاشتې په پای کې هم یاد هېواد د کرج په قزل حصار زندان کې دوه تنه افغانان اعدام کړل.