پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له کوربه نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې څخه د پنځو ۲۰ اوریزو لوبو په دویمه لوبه کې د پنځو ویکټو په توپیر دویمه پرله پسې ماته وخوړه.
یاده لوبه د باران له کبله ۱۵ اورونو ته راټيټه شوه، چې پاکستان پکښې سیالې لوبډلې ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې هدف وټاکه او د نیوزیلنډ په ګټه جېکوف ډوفي، بین سېرز، نېشام او سودي دوه- دوه لوبغاړي وسوځول او یو لوبغاړی یې رن اوټ شو.
په ځواب کې یې نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف په ۱۳ اورونو کې پوره کړ او د پاکستانۍ لوبډلې په ګټه حارث رؤف او محمد علي دوه- دوه او جانداد خان او خوشدل شاه یو- یو لوبغاړی له میدانه بهر کړل.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم نیوزیلنډ ګټلې وه او درېیمه لوبه به یې راتلونکې جمعه ترسره شي.