ننګرهار کې ۷۸ زره جعلي افغانۍ نیول شوې

ننګرهار کې ۷۸ زره جعلي افغانۍ نیول شوې


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 31

د ننګرهار امنیه قومنداني د دغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ حوزه کې د ۷۸ زره جعلي افغانیو د نیولو خبر ورکوي. 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه جعلي پیسې یې تېره ورځ له اوو کسانو سره یوځای نیولي، چې غوښتل یې خوراکي او غیر خوراکي توکي په واخلي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان به د نورو اجراآتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.