خامنه اي: فکر نکوم‌‌ که امريکا سره مو مذاکرات پايله ولري

خامنه اي: فکر نکوم‌‌ که امريکا سره مو مذاکرات پايله ولري


  • 1 اونۍ دمخه (20/05/2025)
  • 45

د ايران مذهبي مشر علي خامنه‌اي ويلي، ګمان نکوي که امريکا سره يې مذاکرات ښه پايله‌ ولري.

نوموړي ويلي، که امريکا اراده‌‌ لري چې ايران د يورانيمو له غني کولو را وګرځوي، غلطه خبره ده.

نوموړي دغه راز ويلي، ايران په دې برخه کې د چا اجازې ته اړتيا نلري.

همدې‌ حال کې بیا د امريکا ولسمشر ټرمپ ويلي، ايران بايد‌ اټومي وسلې ترلاسه نکړي.

د يادونې وړ ده‌ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور پړاوه مذاکرات شوي، خو لا هم‌ دواړه هېوادونه يوې معلومې پايلې ته ندي رسېدلي.