ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه


  • 2 ورځي دمخه (30/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 19

د ننګرهار اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د ننګرهار رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په دې دښمنۍ کې د دواړو لوریو درې تنه مړه، شپږ ټپیان او د میلیونونو افغانیو زیانونه اوښتي وو.

سرچینه زیاتوي چې دواړو کورنیو نن جمعه ( د غبرګولي ۹مه) د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو چارواکو په منځګړیتوب روغه جوړه وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو او قومونو ترمنځ له دوه نیم زره زیاتې دښمنۍ او بدۍ حل شوې دي.