په بغلان ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درې ښځې مړې شوې او اته تنه نور ټپیان دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۳۰۲ مسافر وړونکي موټر له پاسو موټر سره ټکر وکړ چې په کې درې ښځې مړې شوې او درې نور تنه ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي چې د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم یو کرولا موټر له سړکه اوښتی او چپه شوي چې په پایله کې یې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، ټرافیکو اصولو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.